Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
مقبول شو او د الله پاک ټول مخلوق د هغۀ فرمانبرداره شو او چا چې د هغۀ د غلامۍ نه اِنکار وکړو، هغۀ د الله پاک د بارګاه نه مردود شو۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ مدينه منوره کښې مړه کيدل سعادت دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا وضاحت کووم چې پۀ مدينه منوره کښې مړه کيدل سعادت دے۔ پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد دے: د چا نه چې کيدے شي هغۀ دې پۀ مدينه کښې مړ شي ځکه چې څوک پۀ مدينه کښي مړ شي، زۀ به د هغۀ شفاعت کووم۔
طیبہ میں مَر کے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شہرِ شفاعت نگر کی ہے
وضاحت: څوک چې پۀ طيبه کښې مړ شي د هغۀ د پاره زيرے دے چې سترګې پټې کړه او پۀ يخه يخه لاره باندې ځه، ځکه چې پۀ دې سړک کښې هيڅ موړونه نشته بلکې دا نيغ د شفاعت کلي ته ځي۔
دا
صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې پۀ مدينه منوره کښې پيدا شو، هُم پۀ مدينه منوره کښې اوسيدو، بيا
هُم پۀ مدينه منوره کښې وفات شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني
مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم وفرمائيل: کاش چې دا د خپل
پيدائش والا ښار کښې نه وو وفات شوے۔
د دې دا مطلب نه دے چې کاش! دا پۀ مدينه منوره کښې نه وفات کيدے بلکې علمائے کرام فرمائي: د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې فرمان معنیٰ دا ده چې کاش هغوئي پۀ بَل ښار کښې پيدا شوي وے، بيا يـې د هٰغه ځائے نه د خدائے پۀ لاره کښې سفر