Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مَدَني قافلې لرې پرتو علاقو ته ځي، مختلفو ښارونو، کلو او بانډو ته ځي، بيا به هلته پۀ کوم ځائے کښې اوسيږې؟ عاشقانِ رسول پۀ جوماتونو کښې اوسيږي، داسې د مَدَني قافلې پۀ برکت باندې زيات وخت پۀ جومات کښې د تيرولو سعادت نصيب کيږي۔
يو بل
ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک واورئ! رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ
وَسَلَّم وفرمائيل: لکه څنګه چې يو کَس
ورک شي (د هغۀ کور والا هغۀ لټوي خو د هغۀ څۀ پته اونه لګي، بيا
ډيره موده پس هٰغه ورک
شوے کَس کور ته واپس راشي نو) د هغۀ کور والا چي څومره
خوشحاله وي، الله پاک د هٰغه بنده
نه هم هٰغه همره خوشحاله وي څوک چې د ذِکر
او نـمونځ د پاره جومات خپل کور جوړوي۔ ([1])
جومات خپل کور جوړولو مطلب دے: لکه څنګه چې پۀ کور کښې د انسان زړۀ لګي، هم داسې پۀ جومات کښې زړۀ ولګوي۔ دا مطلب نه دے چې لکه څنګه پۀ کور کښې ټوقې او خندا، ګپ شپ وغيره لګوي، هم داسې پۀ جومات کښې هم شروع کړي، پۀ جومات کښې خندا کول قبر ته تيارۀ راولي او دلته د دُنيا جائزې خبرې هم نيکۍ خوري۔