Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
چشمِ بِینا ملے سُکھ سے جینا ملے آؤ سارے چلیں ، قافِلے میں چلو
قافِلے میں ذرا، مانگو آکر دعا پاؤ گے نعمتیں، قافِلے میں چلو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر کولو د دې نه علاوه هم ډير برکتونه دي، تاسو هم پۀ مَدَني قافله کښې سفر وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بيمارياني به لري کيږي ،د تنګدستۍ نه به نجات ميلاويږي،په رزق کښي به برکت پيداکيږي ،دعاګاني به قبليږي ،کورنۍ جګړي ،ناجائزه مقدمے به ختميږي،د نيکانو خلقو صحبت به ميلاويږي،په سنتو د عمل کولو،نيک جوړيدواو د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به مو جوړييږي،د دنيا او آخرت خيرونه به درنصيب کيږي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د 3 ورځو، يوې مياشت او د 12 مياشتو مَدَني قافلې سفر کوي بلکې اوس خو به سبا يعنې د 15 نومبر نه ماهِ مَدَني قافله شروع کيږي، يعنې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د 15 نومبر نه د 15 دسمبر پورې د ماهِ مَدَني قافله نمانځلو اِعلان کړے دے، مَدَني قافله دِيني کار دے، د نيکۍ کار دے، د نيکۍ کار کول پکار دي، البته! پۀ دې مياشت کښې به پۀ خصوصيت سره د زياتو نه زياتې مَدَني قافلې سفر کوي۔ تاسو هم ماهِ مَدَني قافله اونمانځئ! پخپله د مَدَني قافلې مسافر جوړ شئ! خپلو خپلوانو، زامنو، وروڼو، د ترۀ او ماما زامنو او دوستانو وغيره ته د دې ترغيب ورکړئ او سفر پرې وکړئ! پۀ موبائل باندې، د ايس ايم ايس پۀ ذريعه، د واټس ايپ پۀ ذريعه، بس چې د چا سره پۀ کوم ځائے کښي ملاقات کيږي، خبرې کيږي، د مَدَني قافلو ترغيب ورکوئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکۍ د دعوت ورکولو ثواب به ميلاؤيږي۔