Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

نه چا پوښتنه وکړه: اے د الله پاک نبي عَلَیْهِ السَّلَام! ستاسو کور کوم يو دے(چرته چي تاسو ډير وخت تيروئ)؟ اوئې فرمائيل: جومات زما کور دے۔يعني زۀ ډير وخت په جماعت کښي تيروم ([1])

د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام دا خصوصي شان دے چې هغوئي به هميشه د خدائے پۀ لاره کښې سفر کولو، ځکه يـې وفرمائيل: څوک چې د خپل دِين پۀ خاطِر د دي ځائے  نه هغه ځائے ته، د هغه ځائے نه دي ځائےته سفر کوي، د قيامت پۀ ورځ باندې به د هغوئي د الله پاک د نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ملګرتيا نصيب کيږي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هٰغه اِسلامي وروڼه کوم چې د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر ذِهن نه لري، نـمونځونه کوي، روژې نيسي، حلال رزق ګټي، نور نيک کارونه کوي خو د خدائے پۀ لاره کښې سفر کول د هغوئي پۀ ډکشنرۍ کښې هم شامل نه دي، هغوئي دې لږ غور وکړي، د خدائے د لارې مسافر جوړيدل څومره ضروري دي، دا څومره اهم کار دے۔

د خُدائے پۀ لاره کښې د سفر نااشنا تاثير

شيخ شِهابُ الدِّين سُهَروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچت شان والا هستي ده، د سلسله سُهَروَردِيّه پيشوا دے، هغوئي هٰغه هستي ده چې حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي پۀ سينه باندې لاس کيښودو، فرمائي: د دې پۀ برکت زما سينه د عِلمِ لَدُنِّي (يعنې د الله پاک له طرفه  د عطا کړے شوي خاص عِلم) نه ډکه شوه۔ (بهـجة الاسرار)


 

 



[1]... مصنف ابنِ ابی شیبہ، کتاب الزہد، باب ما قالوا فی البکاء من...الخ، جلد:8، صفحہ:321، حدیث:187۔