Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail
شيخ اَبُو نجيب سُهَروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وَلِيُّ الله تير شوے دے، د هغوئي انداز مبارک وو چې جومات ته به بيا بيا تللو او د خلقو مخونو ته به يـې پۀ غور سره کتل، چا ترينه پوښتنه وکړه: عالي جاه! تاسو داسې ولې کوئ؟ اوئې فرمائيل: د الله پاک نيکان بندګان داسې هم وي چې که هغوئي چا ته په غور سره نظر وکړي نو بنده ورسره ډير نيک بخته کيږي ، بس زۀ هم د داسې نظر پۀ لټون کښي اوسم۔
سُبْحٰنَ اللہ! اوس څوک داسې رسيدلے نيک بنده دے، مونږ ته خو معلومه نه ده او داسې نيکان بندګان به چرته ميلاؤيږي؟ هُم پۀ جوماتونو کښې به ميلاؤيږي، د ګناهونو پۀ اَډو کښې خو نه ميلاؤيږي، که مونږه پۀ مَدَني قافله کښې سفر کوو، څۀ پته لګي چې پۀ يو ښار، يوه بانډه، يو کلي کښي د داسې نيک بنده نظر نصيب شي او زمونږه دُنيا او اخرت ښائسته شي۔
اچّھی صُحبت ملے، خوب برکت ملے چل پڑو چل پڑیں قافلے میں چلو([1])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو د تربيت پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر کوونکو که يو خوا بے شميره برکتونه او سعادتونه نصيب کيږي نو بل خوا د دِيني او دنيائي پريشانو نه د نجات حاصلولو د پاره د دوئي د دعاګانو قبليدو هم اطلاعات ميلاؤيږي، ځکه چې د خدائے پۀ لاره کښې د سفر کوونکو دعاګانې الله