Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

Book Name:Rah e Khuda Mein Safar Ke Fazail

ځائے پورې ټوله زمکه ناپ کولے شي او هم هٰغه همره ځائے هغۀ ته پۀ جنَّت کښې عطا کولے شي۔ (مشکاۃ)

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مؤمِن بنده هم څومره ناشنا شان دے۔۔۔!! نۀ پيدا کيدل زمونږه پۀ اِختيار کښې دي او نۀ مړه کيدل زمونږه پۀ اِختيار کښې دي۔

لائی حیات، آئے، قضا لے چلی، چلے                                                   نہ اپنی خُوشی نہ آئے، نہ اپنی خُوشی چلے([1])

مونږه هلته پيدا کيږو چرته چې الله پاک غواړي، رُوح هم پۀ هٰغه ځائے کښې ووځي چرته چې الله پاک غواړي۔ خو بنده مؤمِن دے، د هغۀ پۀ زړۀ کښې د ايمان نُور موجود دے، د هغۀ پۀ غاړه کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامۍ رسۍ پرته ده، ځکه د هغۀ غير اِختياري کارونه هم الله پاک ته قبول دي، پۀ هغې باندې هم اجر  ورکولے شي۔ بل خوا چې څوک د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلام نه دے، غير مسلمه دے، د هغۀ پۀ اراده او اختيار سره شوي ښه کارونه هم قبول نه دي، پۀ هغې باندې به هم پۀ اخرت کښې اجر نه ورکړے کيږي۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

مؤمن اُن کا کیا ہوا اللہ اُس کا ہو گیا                                                                   کافِر اُن سے کیا پِھر اللہ ہی سے پِھر گیا

وہ کہ اُس دَر کا ہوا، خَلْقِ خُدا اس کی ہوئی                                                 وہ کہ اُس دَر سے پِھرا اللہ اُس سے پِھر گیا

وضاحت: پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې د نجات معيار د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامي ده، چا چې دا غلامي اِختيار کړه، د الله پاک پۀ بارګاه کښې هم


 

 



[1]... کلیاتِ ذوق، صفحہ:223۔