Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

کښې اسلامي وروڼو په خپل ښار کښې د کيدونکې هفته وارې د سُنّتو نه ډَکې اجتماع دعوت راکړو ما د انکار کولو سره سره هغوئي ته رَدې بَدې هم اووئيلې، زما د دې سلو په وجه د هغوئي په مخونو باندې خفګان ښکاره شو، زه چې کله د شپې کور ته لاړم د ډوډئ خوړلو نه پس په خيال کښې زما هغه اسلامي وروڼه راغلل نو سوچ مې اوکړو چې ولې نه د دوئي اجتماع ته لاړ شم د پاره د دې چې دا خلق په اجتماع کښې څه کوي! خو قدرت ته څه بَل څه منظور وو کله چې زه اجتماع ته لاړم نو د دعوتِ اسلامي مبلغ د اجتماع نه پس په ډير شفقت سره زه پوهه کړم چې د هغې په وجه ما په مدني قافله کښې د سفر کولو نيت اوکړو او ډير زر ما ته د عاشقانِ رسول سره د 3 ورځو د پاره په مدني قافله کښې د سُنَّتو نه ډَک سفر سعادت نصيب شو. زمونږ قافله په يو جُمات ته اورسيده. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هم په وړومبئ شپه په ما ګنهګار باندې کرم اوشو. څه ګورم چې د مسجدِ نبوي شريف دالان دے او زه پکښې جارو وهم. په دې کښې د سرو زرو جالئ برسيره شوې او د اُمَّت غمخوار، مکّي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بهر تشريف راوړلو او زما نوم ئې واخستو او اوئې فرمائيل: خپل باطن هم صفا کړه. د دې خوب سره زما په زړه کښې انقلاب راغلے! حالانکه د دې نه مخکښې مَعَاذَ الله! زه د حياتُ النَّبي مُنکر ووم او زما دا هم عقيده وه چې د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه نه اوري او نه زمونږه د باطني حالاتو نه خبر دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! په ما باندې حق ظاهر شو چې سرکارِ نامدار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه د نومونو نه څه چې زمونږه د زړونو د حالت نه هم خبر دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ما د باطِلو عقيدو نه رښتونې توبه کړه. هغه ورځ وه او نن ورځ ده زما په مخ باندې يو موټے ګيره ده، په سر باندې مې د پټکي تاج او په بدن باندې مې د سُنَّتو مطابق مَدَني جامې وي.