Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

* اوبه په دريو ساه ګانو کښې څښئ او په ښي لاس سره ئې څښئ * که په لوټه وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه پاتې شوو اوبو په څښلو کښې د 70 مرضونو نه شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف سره مشابهت لري، د دې دوؤ (يعني د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه هرې اوبه په ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه اوبه قبلے طرف ته د مخ کولو سره په ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې ئې ښه اوګورئ چې د څښلو په څيز کښې څه ضرر رسوونکے څيز خو نشته * د څښلو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہ  لولئ * امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بِسْمِ اللہ دې اولولي او څښل دې شروع کړي، د وړومبئ ساه په آخِره کښې دې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ د دويمې نه پس دې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْن او د دريمې ساه نه پس دې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیم اولولي. دا يو ښه کار دے، که اونکړے شو نو هم پکښې څه باک نشته او په شروع کښې د بِسْمِ اللہ وئيلو او د څښلو نه فارغيدلو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہ وئيلو سره به هُم سُنَّت ادا شي * په ګلاس کښې پاتې شوې د مسلمان صفا جوټه اوبه د قابِلِ استعمال کيدو باوجود هسې نه دي توئ کول پکار * منقول دي چې سُؤْرۃ الْمُؤْمِنِ شِفَاءٌ يعني د مسلمان په جوټه کښې شِفا ده * د څښلو د يو څوو لـمحو نه پس چې خالي ګلاس ته اوګورئ نو د هغې د اړخونو نه به يو څو څاڅکي په بيخ کښې جمع شوي وي، هغه هم څښل پکار دي. ([1])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد: 3، شپاړسمه حصه او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:16۔