Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

اَلْحَمْدُ لِلہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی خَاتَمِ النَّبِیّٖنط

اَمَّا بَعْدُ! فَاَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ط

 وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه                                                                        اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه

وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه                                                                                       اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه

نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ  (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)

د دُرُودِ پاک فضيلت

يو بزرګ تير شوے دے: شيخ ابو حفص کاغذي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه . هغوئي چې کله وفات شولو نو يو څو ورځې پس يـې خپل دوست له په خوب کښې تشريف راوړلو،  دوست ترينه پوښتنه اوکړه: څه حال احوال دے؟ په قبر کښې درباندې څه تير شول؟ اوئې فرمائيل: په ما ډير لوئي کرم اوشو، واقعه څه داسې اوشوه چې کله زه په قبر کښې دفن کړے شوم نو منکر نَکِير (يعنې په قبر کښې پوښتنه کوونکې فرښتې)  راغلې، هغوئي زه کښينولم او تپوسونه يـې رانه شروع کړل، په دې کښې د الله پاک فرمان راغلے: اے فرښتو! اودريږئ...!! فرښتې اودريدلې. بيا حُکم اوشو: د دې بنده ګناهونه اوشميرئ! فرښتو زما ګناهونه اوشميرل، بيا خو زه ويريدم چې د دومره ګناهونو باوجود به زه څنګه بخښلے کيږم. بيا فرښتو ته حُکم اوشو: دې بنده چې په دُنيا کښې زمونږه په محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې کوم درود شريف لوستلے دے، اوس هغه اوشميرئ! فرښتو زما لوستلے شوے درودِ پاک اوشميرلو. د خوش قِسمتئ نه زما لوستلے شوے درودِ پاک زما د ګناهونو نه زيات وو. نو فرښتو ته حُکم اوشو: اے زما فرښتو! هُم دومره حساب کافي دے. دا بنده زما جنّت ته