Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

راشي نو په هغه شپه قيام (يعنې عبادت) کوئ، د ورځې روژه نيسئ، بے شکه په دې شپه د نـمر پريوتو سره الله پاک د خپل شان مطابق په آسمانِ دُنيا باندې تجلي فرمائي او ارشاد فرمائي: * اَلَا مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِیْ  فَاَغْفِرَ لَہٗ شته څوک زما نه بخښنه غوښتونکے چې زه هغه مُعاف کړم * اَلَا مُسْتَرْزِقٌ فَاَرْزُقَہٗ شته څوک رزق غوښتونکے چې زه هغه ته رزق عطا کړم * اَلَا مُبْتَلٰی فَاُعَافِیَہٗ شته څوک پريشانه چې زه د هغه پريشانې لرې کړم، شته څوک داسې، شته څوک داسې، د سحر د نـمر راختو پورې هُم داسې اِعلان کيږي.  ([1]) 

د دوزخ نه د خلاصي شپه

الله پاک دې مونږ ته د ننئ شپې د قدر کولو توفيق رانصيب کړي. د حديثِ پاک مطابق په دې شپه د بَنُو کَلب د چيلو د ويښتو د شميرې برابر ګنهګاران د دوزخ نه آزادولے شي، ([2]) بَنُو کَلب د عرب يوه قبيله وه، په کتابونو کښې ليکلي دي: دې خلقو به ډيرې زياتې چيلئ ساتلې. ([3])

آج کی رات نہ غفلت میں گزاری جائے   رَبِّ اکبر کی کرو حمد وثنا آج کی رات

سُبْحٰنَ اللہ! د يوې چيلئ په بدن باندې څومره ويښته وي، څوک يـې شميرلے شي؟ معلومه شوه چې په ننئ شپه په زرګاؤ، لکونو بلکې په کروړاؤ خلق بخښلے شي خو لس بدبخته داسې دي کوم چې په دې شپه هُم نه بخښلے کيږي: (1): د شرابو عادت لرونکے (2): د مور پلار نافرمانه (3): د زنا عادت لرونکے (4): رشتې ماتوونکے (5): تصوير جوړوونکے (6): او چغل خور. ([4]) (7): نجومي (8): جادوګر (9): په تکبر


 

 



[1]... ابن ماجہ، کتاب اقامۃ الصلاۃ والسنۃ فیہا، باب ما جاء فی لیلۃ...الخ،  صفحہ:225، حدیث:1388۔

[2]... شعب الايمان، باب فی الصیام، ما جاء فی لیلۃ النصف من شعبان، جلد:3، صفحہ:384، حدیث:3837۔

[3]... مِرْقاۃ المفاتیح ، کتابُ الصَّلاۃ، باب قیام شہر رمضان، جلد:3، صفحہ:339، تحت الحدیث:1299۔

[4]... فضائلُ الْاَوقات،  باب فی لیلۃ النصف من شعبان، صفحہ:33، حدیث:36۔