Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

د ډيرو خيرونو دروازې برسيره کوي او د ډيرو بدو دروازې بندوي. ځکه مونږ له ډيره ډيره صدقه او خيراتونه کول او د خپل قبر او د آخرت د بهترئ ذريعه جوړول پکار ده.

د عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي په ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوونکے ديني تحريک دے. د الله پاک په فضل سره * دعوتِ اِسلامي د اتياؤ [80] نه زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي * دعوتِ اِسلامي تر اوسه پورې په زرګونو جوماتونه، په سوونو فيضانِ مدينه (مَدَني مرکزونه) جوړ کړي دي *ماشومانو هلکانو او ماشومو جينکو (Boys & Girls) ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره تر اوسه پورې تقريباً 12 زره 699 مدرسة الـمدينه جوړې کړے شوي دي، په کومو کښې چې تقريباً 3 لاکه 73 زره 729 ماشومانو هلکانو او ماشومو جينکو ته د قرآنِ کريم د حفظ او ناظرې مفت تعليم ورکولے شي. (نوټ: په دې رپورټ کښې مدرَسَۃُ الْمَدینه شارټ ټائم مدارس هُم شاملې دي) * د عِلم خپرولو (د عالِم او عا لِـمې کورس کولو) د پاره بيلې بيلې جامعة الـمدينه جوړې کړے شوې دي. تر اوسه پورې تقريباً 1500 جامعة الـمدينه (د هلکانو او جينکو د پاره) جوړې کړے شوې دي، په کومو کښې چې تقريباً 1 لاکھ 24 زره جينکو او  هلکانو طالب علمانو ته د درسِ نظامي (د عالِم او عالِـمې کورس) مفت تعليم ورکولے شي. اوسه پورې تقريباً 31 زره او 211 عالِم او عالِـمه کورس مکمل کړے دے *د شرعي رهنمائي د پاره په پاکستان کښې تر اوسه پورې 17 دارُ الافتاء اهلِسُنَّت قائمې کړے شوي دي، چرته چې مفتيانِ کرام د اُمَّت په شرعي لار ښودنه کښې مصروف دي په دې کښې سالانه اوسطاً تقريباً د 1 لاکھ 70 زره سوالونو جوابونه (په مختلف انداز کښې مثلًا مخامخ، د فون په ذريعه، د واټس ايپ او اي ميل وغيرها په ذريعه) ورکولے شي. او * په الـمدينةُ العلميه کښې په مختلفو موضوعاتو باندې 932 ديني کتابونه چاپ کړے شوي دي او دا سلسله لا روانه ده