Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi
کښې د شرکت کولو نيت اوکړئ! *د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د الله پاک د رضا او خوشحالولو د پاره د يوې ورځې اعتکاف اوکړي الله پاک به د هغه او د دوزخ په مينځ کښې 3 خندقونه حائل کړي، د هر خندق فاصله د مشرق او مغرب د فاصلې نه هم زياته ده. ([1]) * د اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت سيدتنا عائشه صديقه طيبه، طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے: مَنْ اِعْتَکَفَ اِیْمَاناً وَ اِحْتِسَابًا غُفِرَ لَہٗ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِہٖ يعنې چا چې د ايمان سره او د ثواب حاصلولو په نيت اعتکاف اوکړو د هغه تير ګناهونه به اوبخښلے شي. ([2]) * په يو حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: چا چې په رَمَضَانُ المُبَارَک کښې 10 ورځې اعتکاف اوکړو هغه داسې دے لکه چې 2 حجونه او 2 عمرې اوکړي. ([3])
په پاکستان کښې به دا کال اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم په 26 مقاماتو کښې د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د پوره مياشتې اعتکاف کيږي. د خپل ښار د ذِمّه دارانو نه د دې معلومات واخلئ او د اوس نه د اعتکاف فارم جمع کړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په زړه کښې د مدينے د عشق زياتولو، د مدينے يادولو، د مدينے د ذِکر کولو، د ګناهونو او فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، بامقصده، د سنتو او نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره