Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

حديثِ پاک کښې دي: د قيامت په ورځ به تکبر کوونکي په انساني شکلونو کښې د ميږو په شان پورته کولے شي، د هر طرف نه به په هغوئي باندې ذلت راخور وي، هغوئي به د دوزخ د بُولَس نومې قيد خانې په لور زغلولے شي او ډير غټ وور به هغوئي په خپله ولقه کښې واخلي او په هغوئي باندې به غالب شي، په هغوئي باندې به طِیْنَۃُ الْخَبَال يعنې د دوزخيانو نوونه [وِينې زَوې] څښلے شي. ([1])

خُوب انساں کو کرتی ہے رُسْوا         جب زباں بےلگام ہوتی ہے

گر تکبّر ہو دِل ذرّہ بھر             سُن لو جنّت حرام ہوتی ہے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

چې څه کَرې هغه به رِيبې

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه دې دُنيا ته راغلو، بيا به مونږه ضرور مړه کيږو، قبر ته به هُم کوزيږو او چې څه مو کړي وي د هغې بدله به هُم راکولے کيږي. که مونږه هر څومره منډې ترړې اوکړو، که په زرګاؤ کوششونه اوکړو، چې هر څومره اوتښتو، خو مونږ به د خپلو اعمالو نه خلاصے حاصل نکړے شو، مونږ ته به د خپلو اعمالو بدله راکولے کيږي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌۙ(۳۸)  (پارہ29،سورۃالمدثر:38)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: هر نفس په خپلو ګټلو اعمالو کښې ګاڼـه ايښودے شوے دے.

معلومه شوه چې هر انسان د خپلو اعمالو په بدله کښې ګاڼه دے، څوک چې هُم په دې دُنيا کښې پيدا شو، هغه به قبر ته کوزيږي او د خپلو اعمالو بدله به ورکولے کيږي .


 

 



[1]... ترمذی، کتاب صفۃ القیامۃ والرقائق والورع، صفحہ:590، حديث:2492۔