Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi
یاد رکھ میں ہوں اندھیری کوٹھڑی تجھ کو ہوگی مجھ میں سُن وَحشت بڑی
میرے اندر تُو اکیلا آئے گا ہاں مگر اعمال لیتا آئے گا([1])
حضرت سلمه بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل يو کَس په يو ځائے تيريدلو، هغه يو قبر اوليدو، هغه قبر ډير ښکلے جوړ کړے شوے وو. د هغه کَس د قبر ښکلے جوړول (يعنې د قبر د پاسه لګيدلي کاڼي وغيره) ډير زيات خوښ شو. هغه اودريدو او ډير په حيرانئ سره يـې ورته کتل. چې کله شپه شوه، هغه اوده شو نو په خوب کښې يو کَس راغے، هغه ورته په نصيحت کښې د عربئ دا شعرونه اووئيل:
اَعْجَبَکَ الْقَبْرُ و حُسْنُ الْبِنَاءِ وَ الْجِسْمُ فِیہ قَدْ حَواہٗ الْبَلٰي
فَاسْئَالِ الْاَمْوَات عَن حَالِہم یَنْبَاکَ عَن ذَالِک ذِہَابَ الْجَلٰي
وضاحت: تۀ قبر او د هغې ښکلي جوړولو حيران کړې خو په دې کښې دننه کيښودے شوے بدن په آفتونو او بلاګانو کښې ګير دے، د مړو نه د هغوئي د حال پوښتنه اوکړه! هغوئي به تا ته اووائي چې د هغوئي عزت او شان چرته لاړے...!! ([2])
الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا حقيقت دے چې که د بره نه قبر هر څومره ښکلے جوړ کړے شي خو د هغې په دننه حال هغه پوهيږي څوک چې په هغې کښې دننه موجود دے.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه به په خپلو سترګو د خلقو مرګ ليدلے وي خو ياد ساتئ! مړه کيدل آسان نه دي * مونږه به په خپلو لاسونو باندې مړي ته کفن