Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

عبادت دے * د روژه نيوونکي دُعا او عمل مقبول وي *د روژه نيوونکي د پاره فرښتې د نمر پريوتو پورې دُعا کوي * د روژه نيوونکي د پاره د آسمان دروازې برسيره کولے شي *په روژه نيوونکي باندې به الله پاک جنّتي ميوې خوري *په روژه نيوونکي به الله پاک جنّتي شراب څښي * د روژه نيوونکي د پاره به د قيامت په ورځ د سرو زرو دسترخوان غوړولے شي * د روژه نيوونکي روژه به د تيرو ګناهونو کفاره جوړه شي * د روژه نيوونکي مخ به الله پاک د دوزخ نه د 70 کاله په فاصله لرې کړي. ([1])     

کوم نادانه چې د څه شرعي مجبورئ نه بغير د رمضان روژې پريږدي هغه ډير ګنهګار او د وور د عذاب حقدار دے. د روايتونو مطابق څوک چې د شرعي مجبورئ نه بغير د رَمَضَانُ المُبَارَک يوه روژه ضائع کړي نو بيا که ټول عمر روژې اونيسي، نو بيا هم د هغه پريښودلے شوې يوې روژې فضيلت نشي موندلے. ([2])

الله پاک دې د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وسيله مونږه د خپل قهر او غضب نه اوساتي او د زړۀ د خوشحالئ سره دې د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د ټولو روژو په ذوق او شوق سره د نيولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

د اعتکاف يو څو فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي په ديني ماحول کښې په ټوله دنيا کښې په زرګاؤ ځايونو کښې اجتماعي اعتکاف کولے شي، اعتکاف د ګناهونو نه د بچ کيدو او د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت په نيکو کښې د تيرولو بهترينه ذريعه ده، د اوس نه د روژې په ټوله مياشت کښې يا کم نه کم په آخرئ عشره کښې په اجتماعي اعتکاف


 

 



[1]... فیضان رمضان ، صفحہ:84 تا 86 ماخوذاً۔

[2]... فیضان رمضان ، صفحہ:88 تا 89 ماخوذاً ۔