Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په دې آيت مبارک کښې د تنګ ژوند نه مُراد د قبر عذاب دے. ([1]) يعنې * څوک چې په دې دُنيا کښې ګنهګار دے * څوک چې د الله پاک د ذِکر نه * د قرآن او سُنَّت نه * د نيکو کارونو نه * د نـمونځونو روژو نه مخ اړوي، د هغه د پاره به په قبر کښې تنګ ژوند وي.

د اووه سرونو والا خطرناک مار

  صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ د نبيانو نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا آيت مبارک اولوستلو:

وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا (پارہ:16، طٰہ:124)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  او چا چې زما د ذِکر نه مخ واړولو نو بيشکه د هغه د پاره تنګ ژوند دے.

بيا يـې اوفرمائيل: آيا تاسو ته معلومه ده چې تنګ ژوند څه دے؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض اوکړو: اللہُ وَ رَسُولُہٗ اَعْلَم الله پاک او د هغه خوږ رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) ته بهتره معلومه ده. اوئې فرمائيل: د دې نه مُراد د قبر عذاب دے کوم چې به کافِر ته ورکولے شي. په هٰغه ذات مې دې قسم وي د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے! په قبر کښې به په کافِر باندې 99 تَنِیْن مسلط کولے شي. آيا تاسو ته معلومه ده چې تَنِیْن څه څيز دے؟ دا به 99 ماران وي، په دې کښې به هر مار اووه سرونو والا وي. دغه 99 ماران به هغه له تر قيامته پورې ټَکونه ورکوي. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لږ غور اوکړئ! څومره خطرناک منظر به


 

 



[1]...  تفسیر بغوی، پارہ:16،سورۂ  طٰہ، زیر ِآیت:124، جلد:3، صفحہ:145۔

[2]...  اھوال القبور، الباب السادس فی ذکر عذاب...الخ، فصل انواع عذاب القبر، صفحہ:95۔