Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په دنيا او آخرت کښې به بے شميره برکتونه درنصيب شي. د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: درس هم دے.

* عِلمِ دِين زده کول د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سنت دے: * زمونږ خوږ نبي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عِلمِ دِين ښودلو او * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به زده کولو ([1]) * د لويو لويو اوليائے کرامو او  د اُمت د علمائے کرامو هم دغه معمول دے.  

* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې نيک کار کولو سعادت حاصلوي * په خپلو خپلو کورونو کښې، په جماتونو کښې، په بازارونو او چوکونو وغيره کښې درس ورکوي او ثوابونه ګټي * تاسو هم په دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * په نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه په درس کښې د شرکت کولو په نيت سره روان شئ نو د عِلمِ دِين په لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې په درياب کښې مهيان [کبان] به هم ستاسو د پاره دعاګانې کوي او څه پته چې د درس کومه خبره زمونږ په زړه باندې اثر اوکړي او په ژوند کښې مو انقلاب راولي.

د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے

د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څه داسې بيانوي: زه په ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نه وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زه په هوټل کښې موجود ووم او په ټي وي کښې چليدونکو فلمي نظارو کښې ورک ووم چې په دې کښې د سنتو مطابق جامې اغوستې يو اسلامي ورور زما خوا له راغلے او په ګرم جوشئ سره ئې ما


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:239۔