Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

باندې ناست وو، ډير حيرانه شول، هغوئي بيا هغه مار رابهر کړو او مړ يـې کړو او صندوق يـې بيا بند کړو او زوړند يـې کړو.

هغه دويمه شپه چې هم هر څنګه وه تيره شوه. دريمه شپه شوه، د کمرې نه بيا آوازونه راتلل، ځامنو يـې بيا دروازه برسيره کړه، صندوق يـې راکوز کړو او چې هغه يـې برسيره کړو نو (د ويرې نه ډير وارخطا شول چې) د اوسپنې په صندوق کښې دننه تابوت، او د بهر نه صندوق بالکل صحيح سلامت دے خو په هغه تابوت کښې دننه خطرناک وور بَليږي. دا خطرناک منظر يـې چې اوليدو نو هغوئي پوهه شول چې د قبر د عذاب نه هيڅکله هم خلاصے نشته، نو هغوئي د بادشاه مړے باقاعده په قبر کښې ښخ کړو. ([1])

آخرت کی فکر کرنی ہے ضرور       جیسی کرنی،ویسی بھرنی ہے ضرور

عمر اک دن یہ گزرنی ہے ضرور

ایک دن مرنا ہے ،آخر موت ہے    قبر میں میت اترنی ہے ضرور

کر لے جو کرنا ہے ،آخر موت ہے

برزخ څه ته وئيلے شي...؟

بادشاه د چا واقعه چې مونږه واوريدله، هغه دهوکه شو، هغه دا ګڼلې وه چې زه قبر ته نه کوزيږم نو د خپلو ګناهونو د سزا نه به بچ شم، حالانکه داسې هيڅ کله هم نه ده، برزخ خو د مرګ نه واخله تر د قيامت قائميدو پورې د وخت نوم دے، الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مِنْ وَّرَآىٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰى یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ(۱۰۰) (پارہ:18، المؤمنون:100)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  او د هغوئي مخې ته يو بند [رُکاوټ]  دے د هٰغې ورځې پورې په کومه ورځ به چې هغوئي راپاڅولے کيږي.


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، جلد: 2، صفحہ: 231۔