Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

سره پاجامه يا پرتوګ د ګيټو نه ښکته ساتونکے (10): د مسلمان سره د شرعي اجازت نه بغير بغض او کينه لرونکے (يعنې په زړۀ کښې پټه دښمني ساتونکے) هُم په دې شپه د بخښنې د سعادت نه محرومه پاتې کيږي. ([1])

مغفرت کا ہوں تجھ سے سُوالی      پھیرنا اپنے دَر سے نہ خالی

مجھ گنہگار کی التجا ہے           یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے

نارِ دوزخ سے مجھ کو اماں دے      مغفرت کر کے باغِ جِناں دے

کر دے رَحْمت مری التجا ہے       یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([2])

الله پاک دې د دې برکتي شپې په برکت زمونږ د ټولو د بخښنې خيرات نصيب کړي. *د رښتونې توبې توفيق دې رانصيب کړي * د ګناهونو نه نفرت دې رانصيب کړي *د نيکو کثرت دې رانصيب کړي *د الله پاک او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا دې په ننئ شپه زمونږ د ټولو نصيب شي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اوسپنې مخ لرونکے کَس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! راځئ چې يوه عبرتناکه واقعه واورو او عبرت حاصل کړو. حضرت مَرثَد بن حَوشَب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه د حضرت يوسُف بن عَمرو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شوم، د هغوئي سره په خوا کښې يو داسې عجيبه کَس ناست وو چې د هغه د مخ څه حصه د اوسپنې وه. هغه کَس خپله واقعه بيان کړه او اوئې وئيل: زما د ځوانئ ورځې وې، يو ځل زمونږه په علاقه کښې طاعون بيماري راغله (خلق ترې


 

 



[1]... آقا کا مہینا، صفحہ:11۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:136 ملتقطًا۔