Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi
*اَلْحَمْدُ لِلّٰه مَدَني چينل په اُردو، انګلش او بنګالئ ژبو کښې په سيټيلائټ باندي او په ويب باندې عربي چينل هُم د دين په خدمت کښې مصروف دي.
تاسو هم د دين د خِدمت په دې کار کښې خپله حصه شامِله کړئ! خپل عطيات دعوتِ اِسلامي له ورکړئ، ستاسو چنده په هر قِسمه جائز، ديني، اصلاحي، فلاحي، روحاني او د خير ښيګړې په کارونو کښې لګيدے شي.
الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَا لَكُمْ اَلَّا تُنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَ لِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِؕ- (پارہ:27، سورۂ حدید:10)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او په تاسو څه شوي چې تاسو د الله په لاره کښې [مال] خرچ نه کړئ حالانکه د آسمانونو او زمکې ټولو وارِث هُم الله دے.
د دې آيت لاندې په تفسير صراط الـجنان کښې دي: تاسو په کومه وجه باندې د الله پاک په لاره کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې هر څه مالک الله پاک دے هغه هميشه پاتې کيدونکے دے خو تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغه په ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نه لګولو په شکل کښې ثواب هم نه ميلاويږي، ستاسو د پاره بهتره دا ده چې تاسو خپل مال د الله پاک په لاره کښې اولګوئ د پاره د دې چې د دې په بدله کښې ثواب بيامومئ. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت بيا راتلونکې ده، د نيکو د سپرلي موسم راروان دے. راځئ چې د ترغيب د پاره د رَمَضَانُ المُبَارَک د روژو او اعتکاف يو څو فضيلتونه واورو: د مختلفو روايتونو مطابق *د روژه نيوونکي اوده کيدل