Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

آخر ما ته اووئيلے شو چې هغه (وړومبے) کَس د چا سر چې چقولے کيدو چې دماغ به يـې يو خوا او ګټه به بل خوا ارغړيدله، دے هغه دے چا چې به د ماسخُتن نـمونځ نه کولو او نور نـمونځونه به يـې ناوخته کول، دے به دوزخ ته د غورځولو پورې هم داسې وهلے شي او هغه (دويم کَس) د کوم وښکي چې د اوسپنې په سيخ شلولے کيدل دا د هغه خلقو عذاب دے کومو به چې په مسلمانانو کښې فساد خپرولو او چغل خوري به يـې کوله، دوئي ته به هُم دا عذاب مسلسل ورکولے کيږي تر دې پورې چې دوزخ ته به اوغورځولے شي او هغه (بل منظر  چرته چې تاسو بربنډ خلق اوليدل) بربنډ خلق بدکاران وو او کوم سخا بوئي چې ترينه راتللو هغه د هغوئي د مخصوصو اندامونو وو، دوئي ته به هم دوزخ ته د تلو پورې دا عذاب ورکولے شي او (په يو بل منظر کښې) چې کوم ليوني کَسان تاسو اوليدل هغوئي د قومِ لُوط په شان ګنده کار [پخپله] کوونکي او په نورو کوونکي وو، هغوئي به هم دوزخ ته د غورځولو پورې په دې عذاب کښې اخته وي او (په هغه بل ځائے کښې هغه) د وور نه ډکه په زمکه کښې دننه قيد خانه دوزخ وو. ([1])

 دردناک عذابونه

د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، حضور نبي اکرم نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: *زه د يو داسې دسترخوان په خوا راتيریدلم په کوم چې ورِیته کړے شوې غوښه وه خو هلته څوک هُم نه وو او مخامخ په بَل دسترخوان باندې سخا شوې بدبوداره غوښه وه کومه چې ډيرو خلقو خوړله، ما پوښتنه اوکړه: اے جبريل دا کوم خلق دي؟ هغوئي اووئيل دا ستاسو د اُمت هغه خلق دي کومو به چې حلال پريښودل او په حرامو پسې به وړاندې کيدل. *بيا زه وړاندې لاړم نو داسې


 

 



[1]... تاریخ دِمشق، جلد:19، صفحہ:451۔