Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

* بيا که دا (يعنې د مرګ نه تر قيامته پورې موده) د خاورو لاندې تيره شوه نو دا قبر دے * که څوک ازمري وغيره ځناور اوخوړو نو هغه به د هغۀ قبر شميرلے شي * که څوک په سمندر کښې ډوب شو نو هُم هغه به يـې قبر ګڼلے شي *غرض دا چې که د مرګ نه پس انسان هر چرته هم وي * چې په کوم حالت کښې هم وي، الله پاک دا قدرت لري چې هغه له د هغه د اعمالو جزا يا سزا ورکړي. لہٰذا عالَمِ برزخ هُم حق دے او د هغه ځائے د جزا يا سزا معامله هُم بالکل حق ده، رښتونې ده.

عالَمِ برزخ د دنيائي ژوند نتيجه ده

   اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! په عالَمِ برزخ کښې مونږ ته تر قيامته پورې اوسيدل دي، هلته به د هر چا ځائے په دې دنيا کښې د کړو اعمالو مطابق وي، څوک چې په دې دنيا کښې نيک دے، * هغه ته به د برزخ ژوند کښې * عزت * عظمت * او سکون او راحت عطا کولے شي او څوک چې په دې دُنيا کښې * ګنهګار دے * نـمونځونه قضا کوونکے دے * د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې پريښودونکے دے *مور پلار خفه کوونکے دے * مسلمانانو له تکليف ورکوونکے دے * ګيره خريوونکے يا د يو موټي نه کموونکے دے * د سود لين دين کوونکے يا په اخستو او خرڅولو کښې دهوکه کوونکے دے، د برزخ ژوند کښې به د هغه حال ډير خراب وي، آه! که د الله پاک د رحمت نه محرومه پاتې شو نو په قبر کښې يـې وور هم بليدے شي، ماران لړمان هم پکښې راتلے شي، زمونږه دا ښکلے بدن د چينجو خوراک هم جوړيدے شي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا (پارہ:16، طٰہ:124)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  او چا چې زما د ذِکر نه مخ واړولو نو بيشکه د هغه د پاره تنګ ژوند دے.