Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

بس نه دي...!! * دا ټول غمونه به راباندې لا تيريږي * نوي کور ته چې راغلي يو نو لا لږ وخت به مو پکښې تير کړے هم نه وي او د دې تنهايئ سره به لا عادت شوي هم نه يو * د رُوح وتلو په تکليف کښې به مو لا کمے هم نه وي راغلے چې ناڅاپه به د قبر ديوالونه اوخوزي، دوه فرښتې به د قبر ديوالونه اوشلوي او قبر ته به را اورسي او په سخته لهجه کښې به زمونږ نه پوښتنې شروع کړي، آه! که چرې مونږه د دغه سوالونو صحيح جوابونه ورنکړے شو، هئ! هئ! که چرې مونږه د قبر په امتحان کښې کامياب نشو نو زمونږ په قبر کښې به د دوزخ اور بَل کړے شي، عذاب به راباندې مسلط کړے شي، آه! زمونږه به څه کيږي؟ چرته به ځو؟ [که الله او رسول ناراضه شول نو] چا ته به د مدد د پاره چغې وهو؟

دِلا غافِل نہ ہو یک دَم یہ دنیا چھوڑ جانا ہے       بغیچے چھوڑ کر خالی زمیں اندر سمانا ہے

تُو اپنی موت کو مت بھول کر سامان چلنے کا    زمیں کی خاک پر سونا ہے اِینٹوں کا سِرہانا ہے

د قبر د عذابونو خطرناک منظرونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قبر معامله ډيره ګرانه ده، خوش قسمته دي هغه خلق کوم چې په قبر کښې په سکون سره وي او څوک چې د قبر په عذاب کښې اخته کړے شو، هغه ډير په نقصان کښې دے. په قبر کښې به څومره سخت عذابونه وي، راځئ چې د عبرت د پاره يو څو روايتونه واورو:

د ګناهونو د عذابونو نقشه

د مسلمانانو څلورم خليفه اميرُ الْـمؤمنين حضرت سَيِّدُنا علـیُّ الْـمُرتَضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيانوي چې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يوه ورځ د سحر د نـمونځ جَمعه ورکړه او زمونږ په لور متوجه شو او ارشاد يـې اوفرمائيلو: د شپې ما ته دوه فرښتې حاضرې شوې