Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

نن د عمل وخت دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اوس لا مونږ ژوندي يو، نن زمونږ سره وخت دے، مونږه په توبه کولو د تيرو ګناهونو د معافئ ذريعه جوړولے شو، نيک کار کولے شو او د قبر روښانه کولو انتظام کولے شو، که زمونږ د ساه اخستو دا لړئ ختمه شوه، رُوح مو د بدن نه ويستلے شو نو د پښيمانتيا نه بغير به هيڅ په لاس رانشي. وائي چې: يو مړے چا په خوب کښې اوليدو، هغه اووئيل: مَا عِنْدَکُم اَکْثَرُ مِنَ الْغَفْلَۃِ  وَ مَا عِنْدَنَا اَکْثَرُ مِنَ الْحَسْرَۃِ يعنې تاسو ژوندي خلق په ډير غفلت کښې يئ او مونږ چې قبر ته راکوز شوي يو، مونږه ډير پښيمانه يو. ([1])

د انسان دوه کورونه

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې نه مخکښې چې د دې پښيمانتيا او شرمندګئ وخت په مونږ باندې راشي، مونږ له پکار دي چې د قبر او آخرت په تيارئ کښې مشغول شو. حضرت عبد الله بن عِيزار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د انسان دوه کورونه دي: (1):يو هغه کور کوم چې د زمکې د پاسه دے (2): بَل هغه کور کوم چې په زمکه کښې دننه دے. انسان د زمکې د پاسه د کور ښکلي کولو سينګارولو کښې مشغول اوسي، په دې کښې د ګرمئ يخنئ نه د بچ کيدو انتظام کوي خو په دې فِکر کښې د زمکې دننه کور خراب کړي، بيا چې هغه له راتلونکے راشي (يعنې د هغه د مرګ وخت راشي)، هغه ته وئيلے شي: لږ اووايه چې دا کور کوم چې تا ښه ښکلے سينګار کړو، په دې کښې به څومره موده اوسيږې؟ بنده وائي: ما ته پته نشته...!! بيا وئيلے کيږي: او کوم کور چې تا خراب کړے دے (يعنې قبر) په هغې کښې به څومره موده اوسيدل وي، بنده وائي: هُم هغه خو [د اوسيدو] اَصلي ځائے دے. بيا وئيلے کيږي: تۀ د دې خبرې اقرار هم کوې (بيا هم


 

 



[1]... اھوال القبور، الباب السادس فی ذکر عذاب...الخ، فصل ماجاء فی الکشف...الخ، صفحہ:68۔