Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

په سخرګنئ کښې د تکبر نه بچ کيږئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له لږ غور کول پکار دي چې دا څومره سخت عذاب وو، يوه څپيړه دومره زوروره وه چې مړے يـې وِيلې کړو او اوبهيدو، بيا به هغه خپل مخکښينې حالت ته راوستے شو، بيا به څپيړه ورکړے شوه. ياد ساتئ! د قبر عذاب حق دے، الله پاک دې مونږه د قبر د عذاب نه اوساتي. (آمين)  مونږ له د ځان په باره کښې سوچ کول پکار دي چې الله دې نه کړي! که چرې مونږه داسې اُووهلے شو نو آيا مونږ به يـې برداشت کړے شو؟ هيڅکله هم نه، څومره د سخت تکليف خبره به وي...!! دا عذاب چا له ورکولے کيدو؟ هغه بنده له څوک به چې د سخرګنئ کره په تکبر سره تللو.

الله پاک دې مونږه د دې بدئ نه په اَمان کښې اوساتي، تکبر ډيره سخته ګناه ده، حرام دے، ([1]) دوزخ ته بوتلونکے کار دے. د بعضې خلقو عادت وي، چې کله د سخرګنئ کره ځي * نو د هغوئي نخرې بدلې وي * بے وجه نخرې کوي * د خوراک *څښاک وغيره معاملو کښې خبرې کوي * د ځان د پاره د خصوصي انتظامونو مطالبه کوي، دا ښه خبره نه ده او که داسې رويه د تکبر په نيت وي نو بيا خو سخته ګناه ده. ځکه مونږ له پکار دي چې * که سخرګنئ وي او که خپل کور وي * که دُکان وي او که دفتر وي * که کلے کوڅه وي او که بازار وي غرض که مونږ هر چرته هم يو، نو پکار ده چې د تکبر نه ځان بچ ساتو، صرف او صرف عاجزي اختيار کړو، په عاجزئ اختيارلو به زمونږه اوچتوالے [يعنې عِزَّت] نصيب کيږي. په حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي کوي الله پاک هغه ته اوچتوالے عطا کوي. ([2]) د دې برخلاف به الله پاک د قيامت په ورځ تکبر کوونکي ذليله او رسوا کړي. په


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:23، صفحہ:614۔

[2]... مسلم، کتاب البر والصلۃ والآداب، باب استحباب العفو والتواضع، صفحہ:1002، حدیث:2588۔