Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

فرائض او واجبات دي، چې په هغې باندې عمل کوو * که زکوٰۃ راباندې فرض وي نو ادا کوو يـې * چې روژې نيسو * چې د خلقو سره ښه سلوک کوو * چې د قرآنِ کريم تلاوت په کثرت سره کوو * چې درودِ پاک په کثرت سره لولو * چې ذِکرُ الله په کثرت سره کوو. د دې نه علاوه هم چې کوم نيک کارونه دي، چې په هغې کښې زړۀ لګوو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قبر د عذاب نه به [زمونږ د پاره دا]  د نجات ذريعه جوړه شي.   

صدقه قبر روښانه کوي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قبر تيارۀ په رڼا کښې او د قبر ويره په اطمينان او سکون کښې د بدلولو يو نيک عمل د الله پاک په لاره کښې صدقه کول هم دي. د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان دے: اِنَّ الصَّدَقَۃَ لَتُطْفِئُ عَلٰی  اَہْلِہَا حَرَّ الْقُبُوْر بے شکه صدقه کوونکي، صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کوي وَ اِنَّمَا یَسْتَظِلُّ الْمُؤْمِنُ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ فِیْ ظِلِّ صَدَقَتِہٖ يعنې بے شکه مسلمان به د قيامت په ورځ د خپلې صدقې په سوري کښې وي. ([1])

لہٰذا د صدقې کولو عادت جوړول پکار دي. د صدقې کولو ډير زيات فضيلتونه دي: *صدقه د بدو 70 دروازې بندوي * صدقه ورکوونکے به د قيامت په ورځ د خپلې صدقې په سوري کښې وي * صدقه د قبر د ګرمئ نه بچ کول کوي *صدقه ګناهونه داسې ختموي لکه څنګه چې اوبه وور مړ کوي * صدقه آفتونه، بلاګانې [يعنې مصيبتونه] منع کوي * صدقه عمر زياتوي * صدقه د بد مرګ او بدې خاتمې نه بچ کول کوي * صدقه د الله پاک غضب ختموي * صدقه په رزق کښې د فراختيا او د مال د زياتوالي سبب جوړيږي * صدقه غريبي او ناچاري ختموي ([2]) الغرض! صدقه


 

 



[1]... شُعَبُ الايمان، جلد:3، صفحہ:212، حديث:3347۔

[2]... صدقے کا انعام، صفحہ:17 تا 19 ملتقطًا۔