Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

شي او چې کله  څوک ګنهګار يا کافر کَس ښخ کړے شي نو قبر وائي: تا ته هيڅ هر کلے [مرحبا] نه ده، تۀ زما په شا باندې په ګرځيدونکو کښې زما په نزد د ټولو نه بد کَس وې او اوس تۀ ما ته دننه راغلے يـې ځکه اوس د ځان سره زما سلوک اوګوره بيا قبر په هغه باندې راتنګ شي او د هغه پوښتئ په يوه بَله کښې دننه شي. بيا يـې اوفرمائيل: الله پاک په هغه باندې 70 زره اژدهاګانې [ښاماران] مقرر کړي که چرې د هغې نه يو هم په زمکه اوپرشيږي نو د دنيا تر آخره پورې به [په زمکه] چرې هم څه څيز [يعنې شين بوټے] را اونه ټوکيږي، هغه اژدهاګانې به مړي له تر قيامته پورې ټکونه ورکوي. راوي وائي: هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اِنَّمَا الْقَبْرُ رَوْضَةٌ مِّنْ رِيَاضِ الْجَنَّةِ اَوْحُفْرَةٌ مِّنْ حُفَرِ النَّار يعنې قبر د جنّت د باغونو نه يو باغ دے يا د دوزخ د کندو نه يوه کنده ده. ([1])

په پټه د ګناه کولو عذاب

حضرت عبد الله بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زه د سپوږمئ [يعنې قمري مياشتې] په وړومبو شپو کښې د هديرې په خوا تيريدم نو ما يو کَس د قبر نه په راوتو اوليدو او هغه زنځير راښکلو بيا ما اوليدل چې يو بَل کَس هغه زنځير نيولے دے هغه دويم [کَس] بهر وتونکے کَس خپل طرف ته راښکو او هغه يـې قبر ته واپس کړو، بيا ما هغه د هغه مړي په وهلو اوليدو او مړي وئيل: آيا ما به نـمونځ نه کولو؟ آيا ما به د جنابت نه غُسل نه کولو؟ آيا ما به روژې نه نيولې؟ نو هغه وهونکي جواب ورکړو: آؤ! ولې نۀ (تا به واقعي چې دا کارونه کول) خو چې تا به کله په تنهايئ کښې ګناه کوله نو هغه وخت به د الله پاک نه نۀ ويريدلې. ([2])

هم دغه شان يوه بَله واقعه حضرت ابراهيم تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم بيان کړې ده، هغوئي


 

 



[1]... ترمذی ،  کتاب صفۃ القیامۃ، صفحہ:584، حدیث:2460 ۔

[2]... الزواجر، مقدمہ،  جلد:1، صفحہ:30۔