Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

حاصليږي، د هغه ځائے ويره او تنهائي هم لرې کيږي او د قبر په زرګاؤ کاله قيام هُم په يو څو ساعتونو کښې تيريږي. الله پاک دې مونږ ته هم په کثرت سره د درودِ پاک لوستلو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .

نبی کی شان میں ہو جس قدر درود پڑھو                                                                            مُحِبَّو! پاؤ گے جنّت میں گھر درود پڑھو

جو اپنے کاموں کا انجام نیک چاہتے ہو                                                                 ہر ایک کام میں تم پیش تر درود پڑھو([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([2])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! په ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * په اَدب به کښينم * ښه په توجُّه به بيان اورم * څه چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو!  * نن د شَعبَانُ الـمُعَظَّم پينځلسمه شپه ده يعنې شَبِ براءَت دے  * نن د ډيرو برکتونو والا  * عظمتونو والا * خيرونو والا شپه ده  *په ننئ شپه دُعاګانې قبليږي  * رزق تقسيميږي * او د ټول کال د رزق فيصله په ننئ شپه کيږي. په حديثِ پاک کښې دي: چې کله د شعبان مينځنئ (يعنې پينځلسمه) شپه


 

 



[1]... نورِ ایمان، صفحہ:56-57 بتقدم وتاخر۔

[2]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔