Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

په صندوق کښې وور بَل شو

وائي چې: يو بادشاه وو، چې کله د هغه آخري وخت راغے نو هغه خپل ځامن را اوغوښتل او يو عجيبه وصيت يـې ورته اوکړو، اوئې وئيل: چې کله زه مړ شم نو د اوسپنې يو تابوت جوړ کړئ، بيا زما مړے په هغه تابوت کښې کيږدئ او د اوسپنې په يو صندوق کښې يـې کيږدئ، بيا هغه صندوق مه دفن کوئ بلکې په يوه کمره کښې په چت پسې يـې زوړند کړئ د پاره د دې چې زه د قبر د عذاب نه بچ شم (يعنې د هغه مقصد وو چې زه په قبر کښې ښخ نه کړے شم، نو د هغه تنګ ځائے د ويرې او عذاب نه به بچ شم).

چې کله بادشاه مړ شو نو ځامنو يـې په وصيت باندې عمل اوکړو، د اوسپنې تابوت جوړ کړے شو، د هغې دننه د بادشاه مړے کيښودے شو او هغه تابوت د اوسپنې په يو غټ صندوق کښې کيښودے شو، بيا هغه صندوق د زنځيرونو وغيره په ذريعه په کمره کښې زوړند کړے شو او کمره ورپسې بنده کړے شوه. بيا چې کله شپه شوه نو ناڅاپه د کمرې نه آوازونه راتلل شروع شُو، ځامنو يـې د کمرې په لور منډې کړې، چې دروازه يـې برسيره کړه او اوئې کتل نو صندوق خوزيدو، هغوئي صندوق ښکته راکوز کړو، چې برسيره يـې کړو او اوئې کتل نو حيران پاتې شول چې په صندوق کښې دننه تابوت کښې د بادشاه د مړي د پاسه يو خطرناک مار ناست دے او د هغه مخ له ټکونه ورکوي، (په ظاهره ډيره د حيرانتيا خبره وه چې صندوق ته د دننه تللو د پاره څه لاره يا څه سورے نه وو، بيا هم مار دننه څنګه لاړے...!! بهر حال!) د بادشاه ځامنو هغه مار رابهر کړو او مړ يـې کړو، صندوق يـې بيا بند کړو او د مخکښې په شان يـې په کمره کښې زوړند کړو.

دغه شپه خو چې هر څنګه وه تيره شوه، په بله شپه بيا د کمرې نه آوازونه راتلل، ځامنو يـې بيا کمره برسيره کړه، چې اوئې کتل نو صندوق خوزي، نو صندوق راکوز کړے شو، بيا يـې چې برسيره کړو نو د مخکښيني نه هم غټ مار د بادشاه په سينه