Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

څومره وحشتناک منظرونه دي، چرته هغه کَس دے د چا سر چې په ګټه چقولے کيږي * د چا وَښکي د اوسپنې په سيخ شلولے کيږي * بعضې خلقو له د کَټوئ په شان د خوټکيدلو اوبو په وَله کښې غوپې ورکولے شي * د چا په بدن کښې وور پوکلے شي *په چا سخا شوې، بدبوداره غوښه خوړلے شي * په چا سکروټې خوړلے کيږي *بعضې داسې دي چې د هغوئي د ډډو نه غوښه کټ کولے کيږي او هُم په هغوئي خوړلے کيږي. آيا داسې عذابونه به مونږ برداشت کړے شو...!! آه! په چا کښې همت دے، څوک داسې توان لري...!! خو افسوس! * مونږ نه سميږو * مونږه نه ويريږو *چې د ګناه او د نافرمانئ خبره وي * د عيش او عشرت او د فضولو کارونو خبره وي نو نن او هم اوس تيار يو خو که د توبې خبره راشي نو د لم ليټ نه کار اخلو. کاش چې زمونږه د الله پاک نه ويره نصيب شي، کاش چې د قبر او د آخرت فِکر مو نصيب شي.

یاخدا میری مغفرت فرما         باغِ فِردوس مَرحَمَت فرما

تُو گناہوں کو کر مُعاف اللہ!         میری مقبول معذِرت فرما

مصطَفٰے کا وسیلہ توبہ پر           تُو عنایت مُداوَمَت فرما

قبر به د جنّت باغ يا د دوزخ کنده وي

د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د خوندونو ختموونکے مرګ ډير يادوئ ځکه چې قبر هره ورځ آواز کوي او وائي: * زه د نا اشنايئ کور يم * زه د تنهايئ کور يم * زه د خاورو کور يم * او زه د چينجو [يعنې مارانو  لړمانو] کور يم. چې کله مؤمِن په قبر کښې ښخ کړے شي نو قبر هغه ته وائي: هر کلے [مرحبا] تۀ زما په شا باندې په ګرځيدونکو کښې زما ډير خوښ وې او اوس تۀ ما ته دننه راغلې اوس تۀ زما ښه سلوک ته اوګوره، بيا قبر د هغه د پاره د نظر تر حده پورې فراخه شي او د هغه د پاره د جنّت دروازه برسيره کړے