Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

وي...!! د اووه سرونو والا خطرناک مار او صِرف يو يا دوه نه بلکې 99 ماران به وي، الله! الله! دا څومره خطرناک منظر دے. الله پاک دې زمونږه په حال باندې رحم اوکړي. يقين اوکړئ! د قبر معامله آسانه نه ده.

قبر وړومبے منزل دے

منقول دي چې قبر هره ورځ اووه ځله آواز کوي او دا اعلان کوي: *اے کمزوري انسانه! ما ته د رارسيدو نه مخکښې، هم د دغې دُنيا په ژوند کښې پخپله په خپل ځان باندې رحم اوکړه! بے شکه چې کله تۀ ما ته را اورسې نو که تۀ د خپل رَبّ فرمانبردار وې نو زه به په تا باندې رحم کووم، تۀ به په ما کښې خوشحالي وينې او که چرې تا په خپل ځان باندې رحم اونکړو، نو زه به هُم په تا باندې رحم نه کووم *(اے کمزوري انسانه!) *زه د لړمانانو او مارانو کور يم او د دې سره به د اوږدې مودې پورې ته شرمِنده هم يـې *زه د ويرې او تنهايئ کور يم، د دې سره [په ما کښې] شِدَّت او سختي هم ده *زه د تَندې کور يم، د دې سره [په ما کښې] خطرناکه تيارۀ هم ده *زه د تنګئ کور يم، د دې سره [په ما کښې] خوفناک لړمانان هم دي. *اے اِبنِ آدم! خبردار! تا دې د دُنيا ژوند په دهوکه کښې نه اخته کوي! بے شکه تۀ به ما ته راځې *زه د آخرت په منزلونو کښې وړومبے منزل يم، که تا زما نه نجات حاصل کړو نو د هرې خوفناکې مرحلې نه به نجات حاصل کړې. *اے ابنِ آدم! زه د غضب ځائے يم *زه د چا ځلمي په ځوانئ باندې *د چا وړوکي په وړوکوالي باندې او د چا بوډا په بوډا والي باندې رحم نه کووم. آؤ! آؤ! زه په هغه باندې رحم نه کووم څوک چې پخپله په خپل حال باندې رحم نه کوي. ([1])

قبر روزانہ یہ کرتی ہے پکار         مجھ میں ہیں کیڑے مکوڑے بیشمار


 

 



[1]... بُستان الواعظین، عظۃ للنبی، صفحہ:154۔