Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

فرمائي: زه به د مرګ او (د مرګ نه پس د هډوکو د) وراسته کيدو يادولو د پاره په کثرت سره هديرې ته تلم راتلم، يوه ورځ زه په هديره کښې ووم چې په ما باندې خوب غلبه اوکړه او زه اوده شوم نو ما په خوب کښې يو پرانستے قبر اوليدو او د يو کَس نه مې دا واوريدل: دا زنځير اونيسه او د ده خُلې ته يـې وردننه کړه او د ده په شرم ګاه يـې اُوباسه! هغه مړي اووئيل: يا رَب عَزَّ وَجَلَّ! آيا ما به قرآن نه لوستلو؟ آيا ما به ستا د حُرمت والا کور حج نه کولو؟ بيا هغه هم داسې په يوې پسې بَله خپله نيکي وئيله نو ما د يو کَس نه دا واوريدل: تا به د خلقو په مخکښې دا اعمال کول خو چې کله به تۀ يواځې شوې نو د نافرمانو په ذريعه به دې زما سره د جنګ اعلان کولو او زما نه به نه ويريدلې. ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تصور اوکړئ! څوک به داسې وي چې دومره خطرناک عذاب برداشت کړے شي...!! يقيناً په هيچا کښې هم دومره همت نشته خو افسوس! مونږه نه ويريږو، په غفلت کښې اخته يو، سستي کوو، د خلقو نه که اوشرميږو او ګناه پريږدو، د بدو کارونو نه ځان اوساتو خو په تنهايئ کښې هغه ګناهونه کوو چې اَلْاَمَان وَالْحَفِیظ...!!

ګناه آخر ګناه ده

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګناه که پټه اوکړے شي او که د خلقو په مخکښې اوکړے شي، ګناه خو آخر ګناه ده. او الله پاک په خپله نافرمانئ کوونکو بندګانو سخت غضب نازلوي. غور اوکړئ! دا هغه خلق وو کوم چې ظاهري طور نيکان وو خو په پټه به يـې ګناهونه کول او يو مونږ يو چې ښکاره ګناهونه کوو او لږ شرم هم نه راځي، زمونږ به څه کيږي؟ آه! لږ سوچ خو اوکړئ! که داسې په ګناهونو دپاسه ګناهونو کښې قبر ته کوز شو او په مونږ باندې عذاب مسلط کړے شو نو مونږ به څه کوو؟ که


 

 



[1]... الزواجر، مقدمہ، جلد:1، صفحہ:30۔