Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

بوځئ! (يعنې د ده قبر د جنّت باغ جوړ کړئ!) ([1])

ذات والا پہ بار بار درود                                                                                               بار بار اور بے شمار درود

بے عدد اور بے عدد تسلیم                                                                               بے شمار اور بے شمار درود ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دُرُود شريف د کثرت يو برکت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلې خبره ده، د درودِ پاک کثرت کول د قبر د حساب نه، د قبر د عذاب نه، د منکر نکير د سوالونو نه د نجات حاصلولو بهترينه وظيفه ده! الله پاک دې مونږ ته په کثرت سره د درودِ پاک لوستلو توفيق راعطا کړي. خواجه ضياءُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: کوم بنده چې نيک نـمونځ ګزاره وي او په کثرت سره درودِ پاک لولي، چې کله هغه مړ شي او قبر ته کوز کړے شي نو منکر نَکِير (يعنې په قبر کښې پوښتنه کوونکې فرښتې) د هغه نه معمولي حساب اخلي، بيا د هغه قبر د نظر تر حده پورې فراخه کړے شي، قبر په نُور باندې روښانه شي، بيا په دې کښې د هغه جنّتي بي بي قبر ته را اورسي، د هغې په غاړه د ملغلرو اميل وي، چې څنګه دا بنده د هغه اميل طرف ته اشاره اوکړي نو اميل اوشليږي او پريوځي، د هغه جنّتي بي بي وائي: د پريشانئ خبره نه ده، مونږ به دا ملغلرې راټولې کړو. دا دواړه په شريکه ملغلرې راټولوي. بس دوئي به لا هغه ټولې ملغلرې نۀ وي راټولې کړې چې قيامت به قائم شي. ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د درودِ پاک په برکت سره د قبر د تنګئ نه هُم نجات


 

 



[1]... القول البدیع، الباب الثانی فی ثواب الصلاۃ علی رسول اللہ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم، صفحہ:124۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:123-125 ملتقطًا۔

[3]... برکاتِ درود، ص:17۔