Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

ساتلو سره په ادب سره کښينئ * د قبرونو د زيارت د پاره دا څلور ورځې بهترې دي: ګل، زيارت، جُمعه، خالي  ([1]) * د جُمعې په ورځ د سحر د نـمونځ نه پس د قبرونو زيارت افضل دے  ([2]) * د شپې هديرې ته يواځې تلل نه دي پکار  ([3]) * د برکت والا شپو خصوصاً په شَبِ بَرَاءَت کښې د قبرونو زيارت افضل دے ([4]) * هُم دغه شان د برکت والا ورځو مثلاً وړوکے اختر، غټ اختر، لسم محرم، د ذُ الحِجّه په وړومبو لسو ورځو کښې هُم د قبرونو زيارت افضل دے ([5]) * د قبر د پاسه ” ګر باتئ“ لګول نه دي پکار په دې کښې بے ادبي او بد فالي ده، آؤ که چرې (حاضريدونکو ته) د خوشبو (رسولو) د پاره  يـې (لګول غواړئ نو) د قبر سره خوا کښې که خالي ځائے وي نو هلته يـې اولګوئ چې خوشبو رَسَوَل خوښ عمل دے ([6]) * په قبر د پاسه ډيوه يا بَله شمع وغيره مه ږدئ، خو که ستاسو سره ”چارجر“ ټارچ يا ټارچ والا موبائل فون نه وي، سرکاري رڼاګانې هم نه وي بلې او د شپې په تيارۀ کښې په لاره د تلونکو يا د قرآنِ کريم د لوستلو د پاره رڼا مقصد وي نو د قبر په خوا کښې په خالي زمکه باندې شمع يا ډيوه کيښودے شئ، خو چې هغه خالي ځائے داسې نه وي چرته چې مخکښې قبر وو او اوس وران شوے وي. ([7]) 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 



[1]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔

[2]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9، صفحہ: 523۔

[3]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9، صفحہ: 523۔

[4]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔

[5]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔

[6]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9 صفحہ: 525-483 ملخصاً۔

[7]... قبر والوں کی 25 حکایات، صفحہ:47۔