Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

خلق مې اوليدل د کومو خيټې چې د کوټنو په شان غټې غټې وې، په هغوئي کښې چې به چا د اودريدو کوشش کولو نو پړمخې به راپريوتو او وئيل به يـې: اے زما رَبَّه! قيامت مه راولې. دا خلق د آل فرعون په لارو کښې پراته وو، چې کله به هم د فرعونيانو ډله تيريدله نو دوئي به يـې د ښپو لاندې کول او تلل به. ما په بارګاهِ الٰہی کښې د دوئي چغې او سورې واوريدې نو د حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام نه مې پوښتنه اوکړه: دا کوم خلق دي؟ اوئې وئيل: دا ستاسو د اُمَّت سود خواره دي. *بيا چې لږ وړاندې لاړم نو داسې خلق مې اوليدل د کومو شونډې چې د اوښانو د شونډکانو په شان وې او د هغوئي خُلې به برسيره کولے شوې او په هغوئي به سکورټې خوړلے شوې، ما پوښتنه اوکړه: دا څوک دي؟ هغوئي اووئيل: دا ستاسو د اُمَّت هغه خلق دي کومو چې به په ناحقه د يتيمانانو مال خوړلو. *بيا چې وړاندې لاړم نو څه داسې زنانه مې اوليدلې کومې چې د خپلو سينو نه رازوړندې وې، زما په پوښتنه حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام اووئيل چې دا زناکارې زنانه دي. *بيا چې وړاندې لاړم نو څه داسې خلق مې اوليدل د کومو د ډډو نه به چې غوښه کټ کولے شوه او په هغوئي به خوړلے شوه او وئيلے به شول: اوخورئ لکه څنګه چې به مو د خپل ورور غوښه خوړله. ما د هغوئي په باره کښې پوښتنه اوکړه نو حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام اووئيل: دا غيبت کوونکي، عيب لګوونکي دي. ([1])

د حرامو ليدلو او اوريدو عذاب

د حضرت ابو اُمامَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې يوه ورځ د سحر د نـمانځه نه پس سرکارِ نامدار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: ما يو خوب ليدلے دے او هغه حق دے لہٰذا په دې په ښه طريقه ځان پوهه کړئ. يو راتلونکے راغے او


 

 



[1]... دلائل النبوة ،  باب الدلیل علی ان النبی عرج بہ الاسماء   ...الخ ، جلد:2، صفحہ:390-393 ملتقطًا ۔