Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

تا د قبر د پاره هيڅ اونکړل) آيا تۀ عقل مند يـې...!! ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حقيقت هم دا دے، مونږ به په دې دُنيا کښې څومره موده يو، مونږ ته پته نشته، زر، ډير زر به مونږ تيارۀ قبر ته کوز کړے شو، بيا به په هغه ځائے کښې مونږ ته تر قيامته پورې اوسيدل وي، عقلمند هغه دے څوک چې په دې دنيا کښې د قبر تياري کوي، څوک چې دا نه کوي بلکې د دنيا په رنګينو کښې ورَک وي، هغه ډير بدقسمته دے، ډير زر به هغه د سختو مشکلاتو سره مخ شي.

بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار         تُو اچانک موت کا ہوگا شکار

موت آکر ہی رہے گی یاد رکھ!        جان جا کر ہی رہے گی یاد رکھ!

گر جہاں میں سو برس تُوجی بھی لے      قبر میں تنہا قِیامت تک رہے

جب فِرِشتہ موت کا چھا جائے گا       پھر بچا کوئی نہ تجھ کو پائے گا

کر لے توبہ رب کی رحمت ہے بڑی     قبر میں ورنہ سزا ہوگی کڑی

قبر روښانه کوونکي کارونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په مونږ باندې لازم دي چې قبر روښانه کوونکي کارونه اوکړو او په قبر کښې د عذاب سبب جوړيدونکو کارونو نه ځان اوساتو. مثلاً *د قبر روښانه کولو د پاره د ټولو نه وړومبے څيز عقيده ده. * د الله پاک په باره کښې *د هغه د رسولانو په باره کښې * د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو په باره کښې *د اوليائے کرامو په باره کښې زمونږه عقيده بالکل صحيح او د قرآن او سُنَّت مطابق پکار ده *د دې سره سره چې مونږه نيک کارونه هم کوو * پينځه واړه نـمونځونه په وخت باندې، په جومات کښې د جَمعې سره د ادا کولو عادت جوړ کړو * څومره چې هم


 

 



[1]..   اھوال القبور، الباب الثالث عشر فی ذکر کلمات...الخ،  صفحہ:244۔