Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

زما لاس يـې اونيولو او د يو لوئي غر خوا له يـې بوتلم او اوئې وئيل: دې ته اوخيژئ. ما اووئيل زه به دې ته اونه ختلے شم. هغه اووئيل: زه ستاسو ملاتړ کووم، ما خَتل شروع کړل، ما به چې کله هم قدم پورته کولو يوه درجه به طے کيدله تر دې چې مونږ د غر سر ته اورسيدو، *بيا چې مونږ وړاندې لاړو نو څه نارينه او زنانه مو اوليدلې د کومو وښکي چې شليدلي وو، زما په پوښتنه هغه اووئيل: دا هغه خلق دي کومو چې به داسې خبرې کولي په کومو باندې چې به يـې پخپله عمل نه کولو. مونږ نور وړاندې لاړو نو داسې نارينه او زنانه مو اوليدلې د کومو په سترګو او غوږونو چې ميخونه ټک وهلے شوي وو، زما په پوښتنه اووئيلے شول چې د دوئي سترګو به هغه څه ليدل څه چې ليدل نه دي پکار او غوږونو به يـې هغه اوريدل څه چې نه دي اوريدل پکار. *بيا چې لږ وړاندې لاړو نو داسې زنانه مو اوليدلې کومې چې د پوندو د پټو نه تړلے شوې وې او اُلټا رازوړندې کړے شوې وې او مارانو د هغوئي سينو له ټکونه ورکول، اووئيلے شو چې دوئي به خپلو بچو له پئ نه ورکول. *چې لږ نور وړاندې لاړو نو نارينه او زنانه مو رازوړند شوي اوليدل کومو چې لږې خو ګرمې اوبه يـې څَټلې، زما په پوښتنه زما سره [روان ملګري] اووئيل دوئي به روژه نيوله او د وخت نه مخکښې به يـې ماتوله. بيا چې وړاندې لاړو نو داسې زنانه او نارينه مو اوليدل کوم چې ډير بدرنګه، سخا جامو والا او بدبودار وو، داسې لګيده لکه چې د حيض والؤ بدبو ده. زما په پوښتنه اووئيلے شول چې دا زناکار نارينه او زنا کارې زنانه دي. *بيا د څه ډيرو زياتو پړسيدلو او ډيرو بدبودارو مړو په خوا راتير شو، پوښتنه مې اوکړه: دا څوک دي؟ اوئې وئيل: دا کافران مړي دي. ([1])

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دې روايتونو ته لږ د عبرت په نظر اوګورئ!


 

 



[1]... معجم کبیر، جلد:4، صفحہ:285، حدیث:7563 ۔