Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi
مارانو لړمانانو زمونږه کفن اوشلولو او زمونږه بدن يـې قبضه کړو نو چرته به ځو؟ که د قبر ديوالونه راباندې رايو ځائے شي او زمونږه پوښتئ ماتې شي او په يو بَل کښې ورننوځي نو څومره سخت تکليف به وي؟ د يو کاڼي درد خو برداشت کولے نشو که فرښتو په ګورزونو وهل شروع کړُو نو د دې نازکو هډوکو به څه کيږي؟
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اے ګنهګاره! تۀ د ګناه د بد انجام نه ولې بے ويرې يـې؟ حالانکه د ګناه په طلب کښې اوسيدل د ګناه نه هم غټه ګناه ده، * ستا د ښي او ګڅ طرف فرښتو نه حيا نه کول او په ګناه باندې قائم اوسيدل هم غټه ګناه ده يعنې د توبې کولو نه بغير ستا په ګناه باندې قائم پاتې کيدل د دې نه هم غټه ګناه ده، * ستا په ګناه کولو باندې د خوشحالئ نه په زوره خاندل د دې نه هم غټه ګناه ده حالانکه تا ته معلومه نه ده چې الله پاک به ستا سره څه سلوک کوي؟ *ستا په ګناه کښې په ناکامه کيدو باندې غمژن کيدل د دې نه هم غټه ګناه ده. د ګناه کولو په وخت چې د تيزې سيلئ سره د دروازې پرده اوچته شي نو تۀ ويريږې خو د الله پاک د هغه نظر نه نۀ ويريږې کوم چې هغه په تا باندې ساتي ستا دا عمل د دې نه هم غټه ګناه ده. ([1])
کب گناہوں سے کَنارا میں کروں گا یاربّ!
نیک کب اے مِرے اللہ ! بنوں گا یا ربّ!
کب گناہوں کے مَرض سے میں شفا پاؤں گا
کب میں بیمار مدینے کا بنوں گا یاربّ!([2])