Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi
قبرونو د زيارت نه منع کړي وئ اوس تاسو د قبرونو زيارت کوئ چې بے شکه قبرونه ليدل د دُنيا نه بے رغبته کول کوي او آخرت رايادوي. ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * د مسلمان قبر له تلل سُنتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي او د اوليائے کرامو او شهيدانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مزارونو ته حاضري سعادت دے او دوئي ته ايصالِ ثواب مَندُوب (يعنې خوښ) او د ثواب کار دے. ([2]) *په هديره کښې داسې اودريږئ چې قبلې طرف ته شا او د قبرونو والؤ د مخونو طرف ته مو مخ وي، د دې نه پس په حديثِ پاک کښې د بيان کړے شوې طريقې مطابق داسې سلام اوکړئ: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ یَا اَھْلَ الْقُبُوْرِ یَغْفِرُ اللہُ لَنَا وَلَکُمْ اَنْتُمْ سَلَفُنَا وَنَحْنُ بِالْاَثَر يعنې اے قبر والؤ! په تاسو باندې دې سلام وي، الله پاک دې مونږه او تاسو اوبخښي، تاسو زمونږ نه مخکښې راغلئ او مونږ په تاسو پسې وروستو در روان يو. ([3]) * هديرې ته چې داخل شئ نو دا دُعا اولولئ: اَللّٰھُمَّ رَبَّ الْاَجْسَادِ الْبَالِیَۃِ وَالْعِظَامِ النَّخِرَۃِ الَّتِیْ خَرَجَتْ مِنَ الدُّنْیَا وَھِیَ بِکَ مُؤْمِنَۃٌ اَدْخِلْ عَلَیْھَا رَوْحًا مِّنْ عِنْدِکَ وَسَلامًا مِّنِّی (ترجمه: اے الله! د خرابيدونکو بدنونو او د وراستو شوو هډوکو رَبَّه! څوک چې د دُنيا نه د ايمان په حالت کښې رخصت شول تۀ په هغوئي باندې خپل رحمت نازل کړې او هغوئي ته زما سلام اورسوې.) په شَرحُ الصُّدُور کښې دي: څوک چې هديرې ته داخل شي او دا اولولي، نو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر د دُعا لوستلو وخته پورې چې څومره مسلمانان وفات شوي دي ټول به د دُعا کوونکي د پاره د بخښنې دُعاګانې کوي. ([4]) * که د قبر په خوا کښې کښيناستل غواړئ نو د قبر والا د مرتبې د لحاظ