Book Name:Qabar Ka Muamla Aasan Nahi

مړه کيدل)، ما سوچ اوکړو چې زه قبرونه کنستونکے جوړيږم. نو ما په قبرونو کنستو لاس پورې کړو. يو ځل د ماښام او ماسخُتن ترمينځه وخت وو، ما قبر اوکنستو او تيار مې کړو او هُم په خوا کښې ورسره کيناستم. په دې کښې جنازه راغله، مونږه مړے ښخ کړو، د پاسه مو پرې خاوره واچوله او ټول خلق خپلو خپلو کورونو ته لاړل. زه لا اوس هلته موجود ووم چې په دې کښې د اوښ په شان قد لرونکې دوه سپينې مرغئ راغلې او د هغه نوي قبر خوا ته راکوزې شوې. يوه مرغئ د هغه سر ته وه او بله يـې د ښپو اړخ ته وه. هغه دواړو قبر اوکنستو او يوه مرغئ قبر ته دننه کوزه شوه. زه ډير حيران ناست ووم او دا ټوله واقعه مې ليدله. هغه مرغئ هغه مړي له يوه زوروره څپيړه ورکړه او اوئې وئيل: تۀ هُم هغه يـې چې کله به سخرګنئ کره تللې نو ښکلې جامې به دې واغوستې او په تکبر به دې په زمکه راښکلې؟ هغه مړي چغې کړې: آه...!! زه د دې د برداشت کولو توان نه لرم. په دې کښې هغه مرغئ دومره زوروره څپيړه ورکړه چې مړے وِيلې شو او په قبر کښې اوبهيدو، بيا هغه بيرته خپل اَصلي حالت ته راوستے شو، مرغئ بيا اووئيل: تۀ هُم هغه يـې چې کله به سخرګنئ کره تللې نو ښکلې جامې به دې واغوستې او په تکبر به دې په زمکه راښکلې؟ دا يـې اووئيل او هغه بيا يوه زوروره څپيړه ورکړه ، هُم داسې يـې هغه درې ځله اُووهلو.

په دې کښې هغه مرغئ زه اوليدم او خپلې ملګرې مرغئ ته يـې اووئيل: الله دې دے رُسوا کړي، ده ته اوګوره! دے چرته ناست دے. دا يـې اووئيل او ما له يـې هُم يوه څپيړه راکړه. دومره زوروره څپيړه وه چې زه ټوله شپه بے هوشه ووم. سحر چې کله په هوش کښې راغلم نو هلته نۀ هغه مرغئ وې او نۀ په قبر کښې څه ښکاريدل. هغه نوے قبر هُم د عامو قبرونو په شان ښکاريدو. دا زما د مخ چې کوم حالت تاسو وينئ، دا د هغه مرغئ د څپيړې اثر دے. ([1])


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، كتاب القبور، جلد:6، صفحہ:75-79، رقم:98۔