Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam
کښې امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د 29 سيپارې، د سُوْرَۃُ النُّوح، آيت: لسم نه دولسم پورې تلاوت ووفرمائيلو، ارشاد دے: ([1])
اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْؕ-اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ(۱۰) یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًاۙ(۱۱) وَّ یُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِیْنَ وَ یَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ یَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ(۱۲)
[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان: (اے خلقو!) د خپل رب نه بخښنه اوغواړئ، بيشکه هغه ډير معاف کوونکے دے (۱۰) هغه به په تاسو په شیبو وريدونکے باران راوليږي (۱۱) او د مالونو او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوکړي او تاسو لره به باغونه جوړ کړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ کړي (۱۲).
پۀ تفسيرِ صراطُ الجنان کښې د دې آيت لاندې دي: د ډيرو تجربو نه ثابته ده چې د اولاد د پاره، د باران غوښتو، د تنګ لاسۍ [يعنې غريبۍ] نه د نجات او پۀ پيداوار کښې د زياتوالي د پاره اِستِغفار کول بهترين قرآني عمل دے. ([2])
درې کَرَته د بخښنې د دُعا برکت
امام اَبُو اللَّيث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: پۀ مخکښينو قومونو کښې يو کَس وو، هغۀ ډير ګناهونه کړي وو، يو ځل هغۀ د خپل تير ژوند پۀ باره کښې سوچ وکړو، پۀ ګناهونو باندې يـې غور او فِکر وکړو نو هغۀ پښيمانه شو، هغۀ پښيمانه او شرمنده شو او درې کَرَته يـې ووئيل: اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ، اَللّٰہُمَّ غُفْرَانَکَ مولیٰ! ستا بخښنه... اِلٰہی! ستا بخښنه، اے الله پاکه! ستا بخښنه. هغه پۀ هُم هغه وخت مړ شو او الله پاک اوبخښو. ([3])