Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

حضرت قَبِيصَه بن عُقبَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې حضرت سُفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما د وفات نه پس پۀ خوب کښې وليدو او پوښتنه مې ترينه وکړه: مَا فَعلَ اللہُ بِک؟ يعنې الله پاک ستاسو سره څۀ معامله ووفرمائيله؟ نو هغوئي جواب راکړو چې ما د خپل رَبِّ کريم ديدار وکړو نو الله پاک ما ته ووفرمائيل: اے ابنِ سعيد! ستا دې مبارک شي، زۀ ستا نه راضي يم، ځکه چې کله به شپۀ شوه نو تا به د اوښکو توئيولو او د ژړغوني زړۀ سره زما عبادت کولو، جنّت ستا مخې ته دے کوم مَحل چې اخستل غواړې واخله او تۀ زما زيارت کوه، ځکه چې زۀ ستا نه لرې نه يم. ([1])

عبادت میں گزرے مِری زندگانی           کرم ہو کرم یاخدا! یاالٰہی! ([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د صفونو سيدها ساتلو فضيلت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هغه خلق کوم چې پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها کوي، د هغوئي پۀ باره کښې هم بيان شول چې الله پاک هغوئي ته ګوري او مُسکے کيږي.

د افسوس خبره ده چې نن سبا پۀ دې معامله کښې هم ډيره سستي کيږي، عموماً امام صاحب د جَمعې نه مخکښې اعلان کوي چې خپلې پوندې، څټونه او اوګې پۀ يو سمي کښې کړئ چې صفونه سم شي! د دې باوجود هم ډير خلق د امام صاحب پۀ اعلان هډو غوږ نه ګروي، يعنې صفونه نه سيدها کوي.

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ! پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها کول څۀ


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جلد:7، صفحہ:77 بتغیر۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:105۔