Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

د هغۀ نه ډير زيات راضي کيږي). او يو ډير ښکلے حديث شريف درته بيان کړم...!! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِذَا ضَحِکَ رَبُّکَ اِلیٰ عَبْدٍ فِی الدُّنیا فَلَا حِسَابَ عَلَیْہ يعنې چې کله ستاسو رَبّ پۀ دُنيا کښې يو بنده ته وګوري او مُسکے شي نو د قيامت پۀ ورځ به د هغۀ سره حساب نه کيږي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! يعنې اوس چې به مونږ د کومو نيکو اعمالو پۀ باره کښې اورو، د هغې دا دوه اهم فضيلتونه دي: (1): کوم بنده چې دا نيک کار وکړي الله پاک د هغۀ نه ډير زيات راضي کيږي او پۀ هغۀ باندې رحمتونه نازلوي (2): داسې خوش قِسمته به پۀ ورځ د قيامت بے حسابه جنّت ته داخليږي.

بلا حساب ہو جنت میں داخلہ یاربّ!              پڑوس خُلد میں سَرور کا ہو عطا یاربّ! ([2])

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ښکلي ښکلي نيک اعمال کوم کوم دي؟ راځئ چې واورو:

(1): د ګناهونو معافي غوښتل

حضرت علي بن رَبيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت عَلِـیُّ الْمُرْتَضٰـی شيرِ خدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سورلۍ کښيناستو، زۀ يـې پۀ ځان پسې کښينولم او د حِرَّه (نومې علاقې) پۀ لور روان شو، پۀ تلو تلو کښې هغوئي اسمان ته مخ کړو، بيا يـې ولوستل:

اَللَّهُمَّ ‌اغْفِرْ ‌لِي ‌ذُنُوبِي ‌إِنَّهُ ‌لَا ‌يَغْفِرُ ‌الذُّنُوبَ ‌أَحَدٌ ‌غَيْرُكَ

ترجمه: اے الله پاکه! زما ګناهونه اوبخښې، بے شکه ستا نه علاوه څوک هم د ګناهونو بخښلو والا نشته.

حضرت علي بن رَبيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې لوستلو نه پس حضرت مولیٰ علي شيرِ


 

 



[1]... مسند احمد، تتمہ مسند الانصار، جلد: 9، صفحہ:256، حدیث:23116۔

[2]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:82۔