Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

   (2): د شپې عِبَادت

د صحابئ رسول حضرت ابو ذَر غِفاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: درې بندګان دي، الله پاک چې هغوئي ته اوګوري نو مُسکے کيږي او ډير خوشحاليږي: (1): هٰغه بنده کوم چې د شپې راپاڅي، بستره پريږي، پۀ ښه طريقه اودس وکړي، بيا د نـمونځ کولو د پاره اودريږي، هغۀ ته چې الله پاک اوګوري نو فرښتو ته فرمائي: اے فرښتو! ووايئ! زما بنده دې نيکۍ ته کوم څيز راپارولے دے؟ فرښتې عرض کوي: مولیٰ! تا ته بهتره معلومه ده. الله پاک فرمائي: آؤ! ما ته معلومه ده خو تاسو ما ته ووايئ! فرښتې عرض کوي: اے کريم مالِکه! تا دۀ ته د يو څيز (يعنې دوزخ) ويره ورکړې ده، دے د هغې نه ويريږي، تا دۀ ته د يو څيز (يعنې جنّت) طمع ورکړې ده، دے د هغې اميد ساتي، هم دا ويره او اُمِّيد دي، چې پۀ دۀ يـې د شپې خوب قربان کړے دے او ستا پۀ حُضُور کښې يـې اودريدو ته راپارولے دے. بيا الله پاک فرمائي: اے فرښتو! ګواه شئ! دے چې د کوم څيز نه ويريږي، ما خپل بنده ته د هغې نه اَمن عطا کړو او د څۀ چې اُمِّيد ساتي، هغه (يعنې جنّت) مې د دۀ د پاره واجب کړو. (2): دويم هٰغه کَس دے کوم چې د حق او باطِل پۀ جنګ کښې شريک شي، ثابت قدم پاتې شي، تر دې چې شهيد شي يا الله پاک هغۀ ته فتح عطا کړي (هٰغه بنده ته چې الله پاک اوګوري نو هُم مُسکے کيږي) (3): او دريم هٰغه بنده دے کوم چې د شپې سفر کوي، تر دې پورې چې د شپې پۀ آخرۍ حصه کښې چې کله [دمې د پاره] ايسار شي نو د هغۀ ملګري اوده شي خو هغه اودريږي او نـمونځ کوي (دې بنده ته چې