Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

وَ یُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤى اَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ﳴ وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَۚ(۹)   (پارہ:28، اَلْحَشر:9)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او هغوئي [ته] په خپلو ځانونو ترجيح ورکوي اګر که هغوئي پخپله حاجت لري، او څوک چې د خپل نفس د لالچ نه بچ کړے شو نو هُم هغه خلق کامياب دي (۹)

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې اِيثار کول هم د الله پاک د راضي کولو والا کار دے.

اِيثار څۀ ته وئيلے شي...؟

د اِيثار معنیٰ دہ: د نورو خواهش او حاجت له پۀ خپل خواهش او حاجت باندې ترجيح ورکول. ([1]) پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د يو څيز خواهش لري، بيا هغه خواهش حصار کړي او (بَل چا له) ترجيح ورکړي، نو الله پاک هغۀ بخښي. ([2])

 د مدينے مهے

  حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بن عُمر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ بيمار وو، په زړه كښې ئې د سور كړي مهـي خوړلو خواهش پيدا شو. د هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ خادِم حضرتِ سَيِّدُنا نافِع رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي: د ډير زيات تلاش نه پس ما د يو نيم دِرهَم يو مهـے په مدينۀ مُنَوَّره كښې پيدا كړو، ما هغه سُور كړو او د هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ په خِدمت كښې مې وړاندې كړو، په دې كښې يو سوالګر راغے، هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ اُوفرمائيل: نافِع! دا مهـے سوالګر ته وركړه. ما عرض اوكړو چې تاسو د دې ډير خواهش لرلو ځكه ما په ډير كوشش دا د مدينے مهـے


 

 



[1]... مدینے کی مچھلی، صفحہ:3

[2]...  احیاء علوم الدین، کتاب کسر الشہوتین، بیان طریق الریاضۃ فی کسر شہوات البطن، جلد:3، صفحہ:115۔