Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

پۀ تفسير طبري کښې دي: د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معمول مبارک وو چې کله به يـې جَمع ورکوله نو نـمونځ کوونکو ته به يـې فرمائيل: صفونه سيدها کړئ! اے فلانکيه تۀ لږ رامخکښې شه! اے فلانکيه! تۀ شاته شه! بيا به يـې فرمائيل: بے شکه الله پاک تاسو د فرښتو پۀ شان ليدل خوښوي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها ساتل د فرښتو صفت دے، مونږ له هم پکار دي چې د خپلو صفونو سيدها کولو عادت جوړ کړو. پۀ روايتونو کښې دي * صف سيدها ساتل د نـمونځ حُسن دے. ([2]) * د وړومبو صفونو سره پۀ ميلاويدونکو باندې الله پاک او فرښتې دُرود ليږي. ([3]) * د صف پوره کولو د پاره پورته کيدونکي قدمونه د الله پاک خوښ دي. ([4]) * څوک چې د صف خالي ځائے ډَک کړي، د هغۀ بخښنه به اوشي. ([5]) * صف پوره کول د وَسوسو نه بچ کول کوي.([6]) * صف سيدها کول زړونه سيدها ساتي. ([7]) * پۀ صف کښې د يو بل سره لګيدلي اودريدو سره زړونه ميلاويږي، اِتحاد زياتيږي او د شيطان نه حفاظت کيږي.

  (6): اِیثارکول

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هغه نيک کارونه پۀ کومو چې الله پاک رضا


 

 



[1]... تفسیر طبری، پارہ:23، سورۂ صافات، زیرِ آیت:166، جلد:10، صفحہ:539، حدیث:29681  ۔

[2]... بخاری، کتاب الاذان، باب اقامۃ الصف من تمام الصلاة، صفحہ:239، حدیث: 722۔

[3]... ابو داود، کتاب الصلاة، باب فى الصلاة تقام ولم يأت الامام...الخ، صفحہ:100، حدیث:543۔

[4]... ابو داود، کتاب الصلاة، باب فى الصلاة تقام ولم يأت الامام...الخ، صفحہ:100، حدیث:543۔

[5]... مسند بزار، مسند ابى جحیفۃ، جلد:10، صفحہ:159،  حدیث:4232۔

[6]... لواقح الانوار القدسیۃ، العہد الثامن و الثلاثون فی المحافظۃ على تسویۃ الصف، جلد:1، صفحہ:189۔

[7]... معجم اوسط، جلد/4، صفحہ:35، حدیث:5121