Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

هغه وړومبي صحابي ته راورسيدو. ([1])

قطبِ مدينه د اِيثار کوونکي سوداګر حکايت بيان کړو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو اوليده چې د غريبئ او لوَږې باوجود زمونږه په صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان  کښې څومره د اِيثار جذبه وه چې هر يو د خپل ځان په مقابله کښې بل غوره کولو او آه! نن سبا حالات بالکل مختلِف دي، اکثر خلق د خپل ورور په مرئ چاړۀ راښکلو کښې مصروف دي. قُطبِ مدينه حضرت مولانا ضياءُ الدِّين مَدَنـي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د تُرکو د وخت نه په مدينۀ مُنَوَّره کښې اوسيدلو. د هغوئي وِصال [يعني وفات] په 3 ذُوالْحِجَّةُ الْحَرَام 1401 سنِ هِجري کښې په مدينۀ مُنَوَّره کښې اوشو او په جَنَّتُ الْبَقِيع کښې دفن شو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه ته چا عرض اوکړو چې جناب! کله چې تاسو په شروع شروع کښې مدينے مُنَوَّرې ته راغلئ نو د هغه وخت مسلمانان څنګه وو؟ هغوئي اوفرمائيل چې يو مالدار کس په ډير مِقدار کښې د مدينے مُنَوَّرې په غريبانانو کپړه تقسيمول غوښتل، نو په دې غرض هغه يو دُکاندار ته اُووئيل چې ما ته د فلانکئ کپړې دومره دومره تانونه پکار دي، دوکاندار اُووئيل: ”تاسو چې کومه کپړه غواړئ هغه زما سره موجوده ده خو تاسو مهرباني اوکړئ او د هغه مخامخ دُکان نه ئې واخلئ، ځکه چې اَلْحَمْدُ لِلّٰه زما نن ښه سودا خرڅه شوي ده او د هغه عاجزه سودا نن کمه خرڅه شوي ده.“ [قُطبِ مدينه] اُوفرمائيل چې پخواني مسلمانان داسې د اِخلاص او اِيثار نمونه وو او د نن سبا مسلمانان خو تاسو وينئ چې د دوئي اکثريت څنګه په مال راټولولو او د يو بل په مرئ پۀ چاړۀ راښکلو کښې مشغول دي. ([2])


 

 



[1]... مستدرک، تفسیر سورۃ الحشر، قصۃ ایثار الصحابۃ، جلد:3، صفحہ:299، حدیث:3852

[2]... مدینے کی مچھلی، صفحہ:29، 30