Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

ژوند شروع شوے دے. اوس مونږ ته واقعي دا يو نوے ژوند جوړول دي، يعنې يو زمونږ د رَمَضَانُ المُبَارَک نه مخکښې ژوند وو، او يو دا ژوند دے کوم چې د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس شروع شوے دے، مونږ له پۀ دې دواړو کښې فرق کول پکار دي، مثلاً * که مخکښې مو نـمونځ نه کولو نو اوس پينځه واړه نـمونځونه د جَمعې سره د کولو عادت جوړول دي * که مخکښې مو پۀ سُنَّتو باندې عمل کولو کښې سستي کوله نو اوس پۀ سُنَّتو باندې پابندۍ سره عمل شروع کول دي * که مخکښې مو چرې بد عادتونه وو نو اوس ښۀ عادتونه اختيارول دي * که مخکښې مو پۀ عبادت کښې سستي کوله نو اوس عبادتونو ته ملا تړل دي. غرض د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پۀ وروستو او مخکښې ژوند کښې واضحه فرق راوستل دي ځکه چې اوس مو يو نوے ژوند شروع شوے دے.

نمازوں میں مجھے ہر گز نہ ہو سستی کبھی آقا           پڑھوں پانچوں نمازیں باجماعت یا رسول اللہ! ([1])

د الله پاک د راضي کولو والا کارونه

   اوس د خوشحالو ورځې دي، د اختر ورځې روانې دي او د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس اوس زمونږ نوے ژوند شروع شوے دے نو راځئ چې يو څو ايمان تازه کوونکي حديثونه واورو او دا پوخ نيت اوکړو چې پۀ دې حديثونو کښې کوم نيک اعمال ذِکر شوي دي، مونږ به پۀ هغه نيکو اعمالو پۀ خپل ژوند کښې مستقل طور عمل کوو.

دا کوم حديثونه چې مونږ اوس بيانوو، پۀ دې کښې يوه خاص خبره دا ده چې د ډيرو نيکو اعمالو مختلف فضيلتونه بيانيږي، پۀ يو نيک عمل باندې د جنّت زيرے ورکولے شي، پۀ يو نيک عمل باندې د دوزخ نه د ازادۍ زيرے ورکولے شي، پۀ يو نيک عمل


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:331۔