Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ټول پينځه کارونه دي: (1): د شپې نـمونځ کول (2): د شپې پۀ تنهايۍ کښې درود شريف لوستل (3): تلاوت کول (4): د شپې پۀ تيارۀ کښې هر يو عبادت کول (5): او پۀ نـمونځ کښې صفونه سيدها ساتل. اوس وګورئ! دا هيڅ ګران کارونه نۀ دي...، د شپې راپاڅئ، دوه رکعته نـمونځ وکړئ، چې څومره کيدے شي درودِ پاک ولولئ! څومره چې کيدے شي د قرآنِ کريم تلاوت وکړئ! که زيات نه وي نو سُورۀ مُلک ولولئ! او چې کله د جَمعې سره د نـمونځ د پاره جومات ته حاضر شئ نو د صف سيدها کولو د پاره خپلې پوندې او اُوګې په يو سيدھ کښې د ساتلو خيال ساتئ! دا مختصر کارونه کول دي او د دې فضيلت څومره عظيم دے يعنې کوم بنده چې دا کارونه کوي، هغۀ داسې خوش قِسمته دے چې د هغۀ رَبّ عَزَّ و جَلَّ د هغۀ پۀ دې عمل باندې مُسکے کيږي، د هغۀ نه ډير زيات راضي کيږي او دا هٰغه خوش قِسمته دے کوم چې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بغير د حِساب نه جنّت ته داخليږي.

د شپې د عبادت فضيلتونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس اوس زمونږ نوے ژوند شروع شوے دے، پوخ نيت وکړئ! چې د اوس نه به راتلونکے ټول ژوند زمونږ دا معمول وي چې روزانه به د شپې که زيات نه وي نو کم از کم يوه ګينټه به د الله پاک د عبادت د پاره ضرور خاص کووم، نن سبا د ځلمو شپې عموماً پۀ فضولياتو کښې تيريږي، پۀ سوشل ميډيا چلولو کښې، پۀ موبائل باندې پۀ مختلفو څيزونو کتلو کښې، پۀ فيس بک، انسټا ګرام وغيره باندې چيټنګ کولو کښې يـې شپې تيريږي، څومره څومره ګينټې تيريږي، اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که زيات نه وي نو کم از کم يوه ګينټه د الله پاک د ياد د