Book Name:Khuda Ko Razi Karne Wale Kaam

عبادت قبليدو دعاګانې کولې. ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګويا چې اوس د دې دعاګانو کولو او د لاسونو مروړلو ورځې شروع شوې دي چې آه! مونږ د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې پۀ صحيح معنو کښې قدر ونکړے شو، پۀ دې باندې ارمان کول پکار دي او چې کومې څۀ لږې ډيرې نيکۍ مو کړې دي، د هغې د قبليدو دعا کول پکار دي.

کچھ نہ حُسنِ عمل کر سکا ہوں                                                                     نَذْر چند اشک میں کر رہا ہوں

بس یِہی ہے مِرا کُل اَثاثہ                                                                              اَلوَداع  اَلوَداع  آہ!  رَمَضاں([2])

او اميرِ اهلسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض کوي:

میں ہائے! جی چراتا ہی رہا ربّ کی عبادت سے     گزارا غفلتوں میں سارا رمضاں یارسولَ اللہ!

میں سوتا رہ گیا غفلت کی چادر تان کر افسوس!       خدارا !میری بخشش کا ہو ساماں یارسولَ اللہ! ([3])

الله پاک دې مونږ ته پۀ خپل غفلت د پښيمانه کيدو او د الله پاک نه د رحمت د سوالونو کولو توفيق رانصيب کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د رَمَضَانُ المُبَارَک يو خاصيت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت هٰغه خاصيتونه کوم چې پۀ حديثونو کښې بيان شوي دي، پۀ هغې کښې يو اَهم او ډير ښکلے خاصيت دا هم بيان شوے دے چې ”رمضان هٰغه مياشت ده کومه چې انسان له نوے ژوند ورکوي“. پۀ حديثِ


 

 



[1]... لطائف المعارف ، وظائف شہر شعبان، المجلس الثالث...الخ، صفحہ:204 ۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:653۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:679۔